Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اشرف غني: په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم

اشرف غني: په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم

author avatar
27 Jun 2023 - 04:49
اشرف غني: په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم
author avatar
27 Jun 2023 - 04:49

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې ویلي، ولس له جنګسالارانو د پوښتنې حق لري چې ولې یې طلایي فرصتونه ضایع او خپل جېبونه او بانکونه ډک کړل او زیاتوي چې له جنګسالانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه دی.

غني ویلي: «دلته زه له دغه فرصت نه په استفادې غواړم په ډاګه ووایم، تر هغه چې په ما پورې اړه لري، د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم.»

د پخواني ولسمشر دغه اختریز پیغام د غبرګولي په پنځمه د هغه په فېسبوک‌پاڼه کې خپور شوی دی.

غني ټولو مسلمانانو او افغانانو ته د اختر مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ویلي: «ستر ابراهیمي او اسلامي سنت بیا تازه کېدل چې همدا یې مبارکې شپې ورځې دي، موږ ته پر خپلو ملي قربانیو د بیا فکر کولو یو فرصت برابروي، نږدې نیمه پېړۍ وشوه چې موږ د عمومي منفعت په نامه د فردي قربانیو سخت امتحان تېروو؛ سره له دې چې له دې امتحانه د ملت په توګه بریالي وځو، عمومي منفعت ته نه رسېږو او نتیجه یې ناکامي راوځي. همدغو مسلسلو سیاسي ناکامیو زموږ هېواد له ترقۍ راګرځولی دی.»

هغه زیاته کړې: «د اوږدو لسیزو دا ملي ماته چې زموږ د ټولنې او هېواد روحي او جسمي روغتیا یې زیانمنه کړې، تل په خشونت کې منعکسه شوې ده، سره له دې چې د وروستیو شلو کلونو د خشونت اصلي عاملینو یعنې طالبانو، د واک په نیولو  یو څه کراري راوسته خو خشونت یې ونه دراوه؛ دوی د دایمي او عادلانه سولې پر ځای چې موږ غوښتل، د منفي امنیت لاره غوره کړه او دا لاسته راوړنه نه ده، دا جبري امنیت دی چې نتیجه نه ورکوي؛ ځکه افغانان یو متل کوي وایي «په زور  کلي نه کېږي.»

اشرف غني دغه راز ویلي، منفي امنیت نه یوازې هوسایي را نه وسته، بلکې واکمنان یې هم له افغانانو او هم نړۍ سره په تقابل کې ودرول.

هغه زیاته کړې: «طالبانو یو ځل بیا د هدف او وسیلې ترمنځ توپیر ونه شو کړای؛ واک یې قبضه کړ خو مشروعیت ته ونه رسېدل او رسېدلی هم نه شول. له بلې خوا دا هم ښکاره ده چې ملي ثبات له طالبانو پرته راتللی نه شي؛ د سولې او ثبات دایمي کېدل اوس په دې اړه لري چې له طالب سره د تېرو شلو کلونو چلند صادقانه وڅېړل شي، پر خطاګانو اعتراف وشي او له دې لارې خشونت  او غچ اخیستنې ته بهانې له منځه ولاړې شي.»

اشرف غني ویلي: «موږ غوښتل افغانستان د اسیا پر متحرک زړه تبدیل کړو، پر نورو د تکیې پر ځای هغوی پر ځان تکیه کړو، خو له بده مرغه د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو؛ تاسې اوس حق لرئ له طالبانو وپوښتئ چې دوی څه غواړي او څنګه یې غواړي عملي کړي.»

پخواني ولسمشر زیاته کړې چې همدا اوس هېوادونه هغه نړۍوال بحران ته په تابیا بوخت دي چې پر جهان خپور دی او تر ډېرو کلونو به پاتې وي.

د هغه په وینا، ایا طالبان د دغه بحران په ژورتیا پوهېږي؟ ایا له هغه سره د مخامخېدو بشري، مالي او تخنیکي امکانات یې سنجولي دي؟ ځواب منفي دی؛ ځکه دوی د دین په نامه له ملت او دین سره په شخړه دي.

غني زیاته کړې: «د افغانستان طبیعي ثروت د عاجلې ګټې لپاره لیلام شوی، له دې امله اوسنیو واکمنانو ځان له تاریخي مسوولیت سره مخامخ کړی دی؛ نه طالبان دا مشروعیت او حق لري چې د افغانستان کانونه په پټو معاملو چا ته ورکړي او نه بهرني هېوادونه او شرکتونه دا حق لري چې د مشروعیت په خلا کې د هېواد زېرمې تالا کړي؛ زموږ جغرافیه، زموږ فضا، زموږ اوبه، زموږ چاپېریال او نور، زموږ د کانونو غوندې ډېر ارزښتناک دي او هره ذره یې دقیق پام او ساتنه غواړي.»

هغه دغه راز وایي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې په هېواد کې د لوبې اصول مشخص شي او هغه دا چې باید نتیجې ته ورسېږي چې څه غواړي.

ده ویلي: «د نظام په شکل او اساسي قانون باندې باید نتیجې ته ورسېږو؛ حدود د بحث باید واضح شي، خو فیصله باید ولس وکړي؛ همدا مشروعیت ته د رسېدو لاره ده.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، ولس له جنګسالارانو څخه هم د پوښتنې حق لري چې ولې یې طلایي فرصتونه ضایع او خپل جېبونه او بانکونه ډک کړل.

غني ویلي: «دلته زه له دغه فرصته په استفادې غواړم په ډاګه ووایم، تر هغه چې په ما پورې اړه لري، د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم خو د هغوی د سیاسي سرنوشت او په هېواد کې د اوسېدو د حق په ارتباط فیصله د ولس په لاس کې ده؛ په دې برخه کې یوه پاک احتساب ته اړتیا ده چې د سو‌ٔ استفادې عمق روښانه او بیا د هغه له مخې پرېکړه وشي.»

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.