Language

پولیس: خوست کې یو وسله‌‌وال او مشهور قاچاق‌وړونکی نیول شوی

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د کورنيو چارو وزارت وايي، د خوست پولیسو د دغه ولایت په مرکز کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو «وسله‌‌وال او مشهور قاچاق‌وړونکی» نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد کس د خوست امنیه قوماندانۍ له نشه‌یي توکي سره د مبارزې پولیسو نیولی دی.

سرچينه زیاتوي: «له نیول شوي کس څخه یو کلاشینکوف، شپږ شاجورونه، ۴۰۰ د کلاشینکوف مرمۍ، یوه تومانچه، دوه لاسي بمونه او یوه اندازه چرس هم ترلاسه شوي دي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له نیول شوي کس څخه څېړنې روانې دي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.