Pajhwok Afghan News

یوناما: د دوحې تېرې غونډې ته ورته جوړېدونکې ناستې ته د ا.ا چارواکي هم بلل کېږي

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د يوناما سياسي څانګې مشر وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي غواړي د ۲۰۲۳ کال له پای ته رسېدو مخکې د دوحې ناستې ته ورته غونډه جوړه او د ا.ا مشرانو ته به په کې د ګډون بلنه ورکړي.

ارګ پر خپل ټويټر ليکلي چې د ریاست‌الوزراء د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر ریيس مولوي ذاکر تېره ورځ په افغانستان کې د یوناما پلاوي د سیاسي څانګې له مشر سکاټ سميت سره ولیدل.

سرچينه زياتوي، سمیت مولوي ذاکر ته د افغانستان په اړه د نیویارک، بروکسل او دوحې د تېرو ناستو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي غواړي د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له پای ته رسېدو مخکې د دوحې ناستې ته ورته لویه غونډه جوړه کړي او د اسلامي امارت مشرانو ته په کې د ګډون بلنه ورکړي.

د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د روان کال په غویي میاشت کې جوړه شوه، خو د افغانستان سرپرست حکومت استازو ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شې.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د يادې ناستې په پای کې د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي وو چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان په اړه پر یوې «ګډې تګلارې» سلا شوي دي.

د دوحې په تېره غونډه کې – چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټریش په مشرۍ جوړه شوې وه – د چین، فرانسې، جرمني، هندوستان، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، بریتانیا، امریکا، ازبکستان، اروپایي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې سمیټ له مولوي ذاکر سره په ناسته کې له افغانستان سره د نړۍ د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په تېرو ناستو کې په افغانستان کې پر شته پرمختګونو هم بحث شوی، له اداري فساد او د نشه‌يي توکو له کښت، تولید او قاچاق سره شوې د پام وړ مبارزه ستایل شوې او په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اغېزناک کارونه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د سمیټ له قوله راغلي: «یوناما د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تفاهم رامنځته کولو او واټن کمولو لپاره هڅې کوي او په افغانستان کې به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.»

سرچینه زیاتوي، مولوي ذاکر د یوناما او له افغانستان سره د نړۍوالو له بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې بشري موضوعات باید په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړل شي او نه دې په افغانستان کې پر شوو پرمختګونو سترګې پټېږي.

هغه زياته کړې، په افغانستان کې د وړم کال له سیاسي تحول وروسته مثبت بدلونونه راغلي؛ نشه‌يي توکي له منځه تللي، اداري فساد ختم شوی، په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین دی او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اساسي کار روان دی.

مولوي ذاکر ویلي: «اسلامي امارت له نړۍوالو سره د تفاهم او تعامل غوښتونکی دی او د خبرو اترو دروازه یې پرانیستې ساتلې ده.»

هغه د افغانستان پر بانکي سېسټم شته محدودیتونو ختمېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې له امله یې افغانان له اقتصادي اړخه په مستقیم ډول زیانمن شوي دي.

ده له نړۍوالو غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو پخوانیو نیمګړو پروژو بشپړولو ترڅنګ د پراختیايي او بنسټيزو پروژو په پلې کولو کې هم ونډه واخلي.

Views: 58

Exit mobile version