کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د ازبکستان اوسني ولسمشر شوکت میرضیایوف د یاد هېواد له وخته مخکې ټاکنو کې یو ځل بیا د یوې اووه کلنې دورې لپاره بریالی شوی دی.
رویټرز اژانس نن (دوشنبه) د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون له قوله راپور ورکړی چې د دغو ټاکنو لومړۍ پایلې ښيي چې ضیایوف بریالی دی.
هغه ۸۷،۱ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
میرضیایوف چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د مرکزي اسیا د تر ټولو ډېر نفوس لرونکي هېواد مشري کوي، د اساسي قانون له بدلون وروسته د یوې ټولپوښتنې له لارې د خپلې واکمنۍ د کلونو شمېر تازه تنظیم کړ او ولسمشریزه دوره یې له پنځو کلونو اوو کلونو ته وغځوله او له وخت مخکې ټاکنې یې وکړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP