Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي

پل‌علم (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوګر د کلیو پراختیا او بيارغونې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF  له لوري د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د شاوخوا نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‎خېل پژواک ته وویل، د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه دوه شبکې د خروار ولسوالۍ په «طاوس‌خېل» او «خواجه‎خېل» کلیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF  له لوري د شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.

نایب‌خېل زیاته کړه، په یاده هره شبکه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۶۰ متره مکعبه په ظرفیت د اوبو یوې ذخیرې جوړول، له ذخیرې د هستوګنې تر کورونو نږدې ۴ زره متره پایپ غځول او هرې شبکې ته د ۵ کيلوواټه په ظرفیت د لمریزه برېښنا برابرول شامل دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.