کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): پوهنې وزارت وایي، د ښوونکو د روزنې ریاست د مخکني حکومت پر مهال د دغه وزارت له تشکیله حذف شوی و او اوس هم د تشکیل په برنامه کې نه و او هر کال به سلګونه میلیونه افغانۍ لګښت پرې کېده.
تېره ورځ پژواک خبري اژانس یو راپور خپور کړ چې د ښوونکو د روزنې معینیت تشکیلاتي واحدونه د پوهنې وزارت له چوکاټه حذف شوي او کارکوونکي به یې د نورو ښوونیزو بنسټونو په شته خالي بستونو کې د بست د اړتیا او رشتې مطابق د قدم په ساتلو سره وګومارل شي.
پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ښوونکو د روزنې معینیت پخوا د مخکني حکومت له خوا د پوهنې وزارت له تشکیله حذف شوی و او د ښوونکو د روزنې ولایتي تشکیلاتي جوړښتونه پرته له کومې برنامې د وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې موجود وو.
سرچینې ویلي چې د دغه معینیت اداره کولو، ساتنې او څارنې، زیربناوو او د کارکوونکو معاشونو په برخه کې به هر کال سلګونه میلیون افغانۍ لګښت کېده.
سرچينې لیکلي، د پوهنې وزارت د ریاستالوزرا مقام د تشکیلونو او معاشونو کمېسیون د هدایت پر بنسټ پرېکړه کړې چې د دغه وزارت له تشکیلاتو غیرموثر، غیرضروري او موازي جوړښتونه حذف کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د حذف شوو جوړښتونو پر ځای به منطقي، ګټور او ځوابویونکي جوړښتونه چې د ښوونیز کیفیت لوړولو او سالمې ادارې تقویت تضمین وکړي او د هېواد اړتیاوو، منابعو او امکاناتو ته په پام سره رامنځته کړي.
پوهنې وزارت ویلي، د اضافه بست شوو کارکوونکو، استادانو تعینولو لپاره پر منظم پلان او برنامه کار روان دی او د منحل شوو ادارو هیڅ کارکوونکی به بې برخلیکه پاتې نه شي.
سرچینې ويلي، کارکوونکي به د تحصیل، تجربې او ښوونیزو موخو پر بنسټ په اداري، کادري، ښوونیزو او خدماتي بستونو کې وګومارل شي.
Views: 69