[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۴چنګاښ ۱۴۰۲): روسیې د افغانستان په تړاو کېدونکې مسکو فارمت غونډې ته اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چنګاښ په ۲۴مه د شپې ناوخته یوه ټویټ کې لیکلي چې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، د روسیې سفیر د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ راتلونکې ناستې په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات وړاندې کړل.
دغه راز په دې ناسته کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه هم ورکړه خو سفیر دا نه دي ویلي چې دا غونډه کله کېږي.
متقي د روسیې له بلنې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې مسکو فارمټ د سیمې ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغان حکومت پلاوو د مسکو په تېرو ناستو کې هم ګډون کړی و.
متقي هیله څرګنده کړه چې کابل او مسکو د ډیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې له دې ناستې ښه ګټه پورته کړي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزیر سفیر ته یادونه وکړه چې د روسیې په ویزو کې اسانتيا راولي څو تجاران او نور افغانان وکولای شي په اسانۍ دغه هېواد ته سفرونه وکړي.
د یادونې ده، د ۲۰۲۲ په نومبر کې د روسيې له لوري د افغانستان په تړاو وربلل شوې غونډه کې کابل ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
د روسیې په کوربهتوب د چین، ایران، هند او پاکستان ترمنځ د غونډو دا لړۍ په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP