Pajhwok Afghan News

بغلان کې د موټر چپه کېدو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمري (پژواک، ٢٧ چنګاښ ١٤٠٢): د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په شمالي سالنګ کې د يوه مازدا موټر چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ ناوخته د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ په چهارمغزک ګولایي کې يو مازدا موټر چپه شوى د‌ى.

هغه وايي چې د يادې پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي هم د يادې پېښې په تاييد سره وویل، ياد موټر د تخنيکي ستونزو له امله چپه شوى دى.

هغه وايي: «دغه موټر چې کابل لور ته روان و، د شمالي سالنګ د چهارمغزک په ګولایي کې له شاته حرکت کولو وروسته له سړکه ښوېدلی او چپه شوی چې چلوونکی او کلینر دواړه یې مړه شوي او په بل موټر کې سواره څلور نور کسان يې ټپیان کړي دي.»

د يادودنې ده چې شاوخوا دوه اونې وړاندې هم په بغلان کې د يوه تېلو ټانکر چپه کېدو له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Views: 117

Exit mobile version