Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: د ناچاودو توکو چاودنو تلفات دومره نه دي چې سور صلیب یې وایي

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت ویاند د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ۶۴۰ ماشومانو ته د مرک‌ژوبلې اوښتو په تړاو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د راپور په غبرګون کې ویلي، که څه هم تر اوسه په هېواد کې د ناچاودو توکو چاودنې له خلکو قرباني اخلي، خو د مرګ‌ژوبلې کچه یې دومره ډېره نه ده.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې تېره ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د «ماشومان په ټوله کې د چاودېدونکو توکو قربانیان دي» تر سرلیک لاندې خپاره کړي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۲ مېلادې کال له جون د ۲۰۲۳ کال تر جون میاشتې، د ماینونو او ناچاودو توکو پاتې‌شونو په ۵۴۱ پېښو کې ۶۴۰ ماشومانو ته مرګ‌ژوبه اوښتې ده.

سرچینې لیکلي، دغه شمېر د ناچاودو توکو د چادونو له امله د ملکي وګړو د ټولیزې مرګ‌ژوبلې (۱۰۹۲ کسانو) ۶۰ سلنه جوړوي.

په دغه راپور کې راغلي، ماینونه او چاودېدونکي توکي چې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي، لا هم د دغه هېواد د خلکو ژوند ته لوی ګواښ دی، خو د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو پاکولو برخه کې هڅې بریالۍ نه وې.

په راپور کې په دې اړه چې ولې په دغه ډول پېښو کې ماشومانو ته ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې راغلي: «ماشومان د دغه ډول توکو په اړه لږ معلومات لري، دوی هغه سیمو ته چې ماینونه پکې خښ دي مالونه د څرولو لپاره بیايي او له دغه توکو سره د مخامخېدو پر مهال د ناپوهۍ له امله هغه په لاس کې اخلي.»

سرچینې لیکلي، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د تېر نظام له سقوط وروسته مرستندویو هېوادونو او سازمانونو د ماینونو او چاودېدونکو توکو د پاتې‌شونو پاکولو په ګډون په ډېرو نورو برخو کې هم خپلې مرستې ودرولې.

سرچینې زیاته کړې چې د ماین‌پاکۍ په برخه کې د مالي سرچینو او بودجې د پام وړ کموالي دغه پروګرام له ننګونو سره مخ کړی دی.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ځای پرځای شوو ماینونو په چاودنو کې د ماشومانو د لوړي مرګ‌ژوبلې په تړاو د اندېښې په څرګندولو سره ویلي، لا هم ډېره اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې د انساني مرګ‌ژوبلې راټیټولو لپاره تخنیکي او مالي مرستې وکړي.

خو د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه بنسټ د اندېښنو په‌تړاو پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس هم د هېواد په مختلفو سیمو کې خښ شوي ماینونه او د چاودېدونکو توکو پاتې‌شوني شته چې له خلکو قرباني اخلي.

هغه زیاته کړه: «دا چې ناچاودي توکي د خلکو ژوند اخلي، ځینې وخت نوره مرګ‌ژوبله اړوي، نقلیه وسایط له منځه وړي یا هم زموږ هېوادوال ټپيانوي او شهیدانوي، په هر صورت دا پېښې شته دي، خو کچه یې دومره لوړه نه ده، کنټرول شوې هم دي.»

نوموړي زیاته کړه: «ځینې ساحات چې مخکې هلته امنیتي پوستې او قرارګاوې وې، له همدې امله په دغو ځایونو کې ناچاودي توکي شته، له سیمو د ماینونو او ناچاودو توکو پاکولو ته جدي اړتیا ده.»

مجاهد د ماینونو په چاودنو کې د مرګ‌ژوبلې په تایید سره وايي: «اوس ځینې دغه پېښې په سوېل کې ډېرې لرو او په لوېدیځ کې یې هم ډېرې لرو، په ځینو ولایتونو کې رامنځته کیږي، خو ګراف یې دومره لوړ نه دی.»

د پژواک خبري اژانس د یوه خبر له مخې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په کابل کې ۳۶ ماین لرونکو ساحو د معلومولو خبر ورکړی و او ویلې یې وو، د ماین پاکولو پروګرام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دی او د ماینونو پاکولو برخه کې‌ یي د ماین‌پاکۍ له نړۍوالې موسسې (هلوټرسټ) څخه مرسته وغوښته.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.