[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت د دوی «دښمنانو» ته ځای ورکړی خو د افغانستان ا.ا دا ډول ادعاوې په وار وار رد کړې دي.
په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، لیدل کېږي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په اسلاماباد کې له خبریالانو سره خبرې کوي.
هغه وایي: «په افغانستان کې د طالبانو له بریا وروسته موږ هم خوښي څرګنده کړه او مبارکۍ مو ورکړې خو اوس د هغوی پر ملاتړ پښېمان یو، پر دې نه وو خبر چې هغوی زموږ دښمنانو ته پناه ورکوي.»
د پاکستان د دفاع وزیر هدف ټيټيپي یا تحریک طالبان پاکستان دی چې د هغوی په اند په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه دلته بریدونه تنظیموي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت مسوولین نه یوازې ناسمې څرګندونې کوي، بلکې وایي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوال په افغانستان کې نشته.
خواجه اصف دغه راز وایي، په تېر یو کال کې د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي په افغانستان کې وژل شوي چې په اړه یې ټول خلک خبر دي.
هغه زیاته کړې: «له کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی، موږ هم ستايلی چې له يوې اوږدې جګړې وروسته هغوی کامياب شوي، موږ پرې خوشاله وو او ورته مو مبارکي ورکړه خو موږ نه وو خبر چې دوی به زموږ دښمنانو ته پناه او پناهځایونه ورکوي.»
دیادونې ده، د دوحې له تړون وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په يو ټويټ کې د ملا عبدالغني برادر او د هغه وخت د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو يو عکس خپور کړی او ورته یې ليکلي وو: «طاقتونه ستاسو او خدای زموږ سره دی، الله اکبر.»
دغه راز د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان هم هغه مهال په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وورسته ویلي وو : «طالبانو په افغانستان کې د غلامۍ زنځيرونه مات کړل.»
د پاکستان د دفاع وزیر دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی اصف درانی په کابل کې د سرپرست د حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
د سرپرست حکومت د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي له دراني سره په کتنه کې هغه ته یو ځل بیا د هیڅ کوم هېواد پر خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمالېدو ډاډ ورکړ.
سرچینې زیاته کړې: «موږ د پاکستان امنیت د ځان په ګټه او په پاکستان کې ناامني د ځان پر زیان بولو او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه په پاکستان کې جګړه او ناامني نه غواړو، نو هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.»
د دې اعلامیې له مخې، مولوي عبدالکبیر اصف دراني ته ویلي، د داسې هېواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې یې لیدلې، پاکستان ته مشوره ورکوي چې د جګړو پر ځای سولې ته ترجیح ورکړي.
پاکستاني چارواکو وروسته له هغه تندې څرګندونې پیل کړې چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې ناامنۍ ډېرې شوې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر له دې مخکې ویلي وو، دوی افغان کډوالو ته پر ځای ورکولو پښېمان دي او په یو بل مورد کې یې هم پر افغانستان نیوکې کړې وې.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو، افغانستان په خپله د جنګ قرباني و، له جګړې ډېرې بدې خاطرې لري او هیڅکله نه غواړي چې د کوم بل هېواد پر وړاندې جګړه جوړه شي.
هغه وویل: «نور هېوادونه د پاکستان په شمول، د دوی په کورنیو مسایلو کې چې کومه پېښه کېږي او یا په داخل کې ناامني پېښېږي باید د پړې ګوته افغانستان ته ونه نیول شي، خپله دې خپلې ستونزې په داخل کې حل کړای شي او پر هغو باید تمرکز وشي؛ اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره د هیچا پر وړاندې استفاده کېدو ته نه پرېږدي او پر دې خبره موږ ټینګ ولاړ یو او د پاکستان په ګډون د هیڅ بل کوم هېواد پر وړاندې تحرکاتو ته اجازه نه ورکوو چې له افغانستانه وشي او یا د افغانستان خاوره استعمال شي، اسلامي امارت په دې اړه خپله ټوله انرژۍ مصرفوي.»
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP