Pajhwok Afghan News

فاریاب کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسان مړه شوي

ميمنه (پژواک، ٣٠ چنګاښ ١٤٠٢): فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قرغان، دولت‌اباد او شېرین‌تگاب ولسوالیو کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسان مړه شوي دي.

د فارياب امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت مرستيال داملا معاوض پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ له غرمي وروسته د دغه ولايت د قرغان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ۴۵ غلام‌سخي ځان راځوړند کړى او مړ شوی دی.

معاوض وویل: «دغه کس روږدی و، یو زوی یې درلود، د اقینې بندر کې یې کار کاوه او مېرمن یې غالۍ اوبدلو لپاره تللې وه، تر پښو لاندې یې یوه ژېړه بوشکه اېښې او ځان یې د کوټې په چت پورې راځوړند کړی دی.»

ورته مهال، د فارياب ترافيک وايي چې د دغه ولایت په شېرين‌تګاب او دولت‌اباد ولسواليو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د فارياب د ترافيکو امر احمدفهيم کوهي وویل، پرون ماښام د شېرين‌تګاب ولسوالۍ د ګورزاد کوتل سيمه کې يو موټرسايکل چې دوه کسان پرې سپاره وو، له يوه ټېلر سره ټکر کړی چې له امله يې موټرسايکل چلوونکي ۴۰ کلن جمال‌الدين ژوند له لاسه ورکړی او دویم کس ټپي شوی دی.‎

هغه زياته کړه، په دولت‌اباد ولسوالۍ کې هم په يوه ترافيکي پېښه کې يو کس مړ شوی دی.

Views: 24

Exit mobile version