ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي د میرامور ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونه ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د دایکنډي د میرامور ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونه ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
26 Jul 2023 - 17:46
د دایکنډي د میرامور ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونه ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
26 Jul 2023 - 17:46

نیلي (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د دایکنډي میرامور ولسوالۍ د اشتوی ګیرو سیمې یو شمیر اوسېدونکي معیاري روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او په دې سیمه کې د معیاري روغتیايي مرکز جوړېدو غوښتنه کوي.

هغوی وایي، د اشتوی ګیرو سیمې خلک چې څه باندې ۴۰۰ کورنۍ دي، روغتیایي مرکز ته لاسرسی نه لري او له تر ټولو نږدې روغتیایي مرکز سره څه باندې دوه ساعته واټن لري.

د اشتوی ګیرو سیمې یوه مخور حسین رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د خلکو یوه ‌ډېره جدي ستونزه د روغتیایي مرکز نه شتوالی ده.

د هغه په وینا، د لرې‌والي او سختې لارې له امله ان ځیني بېړني ناروغانو روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې ده.

هغه زیاته کړه: «د اشتوی ګیرو سیمه څو کلي لري او شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ پکې ژوند کوي، زموږ اساسي ستونزه د یوه کلینیک نه شتون ده چې لږ تر لږه د عادي او وړو ناروغیو درملنه وکړي. »

نوموړي زیاته کړه چې د رک، اسرو، وایمه، شنیه سیمو اوسېدونکو روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي ځوریږي.

د هغه په خبره، یوازې په نیکه سیمه کې یو روغتیایي مرکز فعال دی؛ خو ډېر لرې دی او د لارې د لرې‌والي له امله هغه مرکز ته د دغو سیمو د خلکو تګ سخت دی.

نوموړي زیاته کړه چې دوی ډیری وخت خپل ناروغان د اسکان سیمې روغتون ته چې په موټر کې نږدې درې ساعته واټن لري، لېږدوي.

هغه وویل: «حکومت باید پاملرنه وکړي موږ له یوې خوا داسې یو روغتیایي مرکز نه لرو چې تجهیزات او متخصص ډاکټران ولري او بل پلو د خلکو اقتصاد کمزوری دی او نشي کولای تر اسکان روغتون پورې موټر کرایه کړي.»

د اشتو سیمې یو بل اوسیدونکی محمدیار صمیم وایي، د اشتوی ګیرو خلک په ټوله کې بې برخې دي او په ځانګړې توګه د روغتیایي مرکز نه شتون یوه لویه ستونزه ده.

هغه زیاته کړه: «کومو ځایونو کې چې کلینیکونه شته درمل نشته او نه متخصص ډاکټران هغو ځایونو ته ځي او دولت هم ورته پاملرنه نه کوي.»

هغه زیاته کړه، د رک، ملمه، اسرو، وایمه، سرد او څو نورو سیمو خلک باید په دې سخته لار کې ساعتونه مزل وکړي څو «نیکه» روغتیايي مرکز ته ورسېږي.

نوموړي وویل یوازې یوه موصلاتي لار د نیکه د روغتیایي مرکز سره نښلول شوې، چې هغه هم د ژمي په درېیو میاشتو کې بندېږي.

صمیم زیاته کړه د لارې د لرې‌والي له امله ښځو او ماشومانو ته د زیږون مخکې او وروسته مراقبتونه په پام کې نه نیول کېږي.

نوموړی له حکومته غواړي چې د اشتوی ګیرو لرو پرتو او محرومو خلکو ته پاملرنه وکړي څو له دې حالته وژغورل شي.

ورته مهال، د دایکنډي د عامې روغتیا مسوولین وایي، په ځینو سیمو کې لکه د میرامور اشتوی ګیرو کې د هغې غرنۍ جغرافیا له امله ستونزې شتون لري.

د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست ویاند نوید ذکي وویل، کومې سیمې چې خلک یې روغتیايي مرکز ته لاسرسی نه لري، دوی هڅه کوی چې د ګرځنده کلینیکونو په وسیله د هغو سیمو د ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړه ټاکل شوې په راتلونکي کې یو ټيم یادو سیمو ته سفر وکړي او د خلکو ستونزې له نږدې و ارزوي.

دا په داسې حال کې ده، د دایکنډي ولسوالۍ ډیری خلک روغتیايي خدمتونو او روغتیایي مرکزونو ته له نه لاسرسي شکایت لري.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.