ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جمعيت علماء اسلام ګوند په غونډه کې چادونې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د جمعيت علماء اسلام ګوند په غونډه کې چادونې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
30 Jul 2023 - 18:19
د جمعيت علماء اسلام ګوند په غونډه کې چادونې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
30 Jul 2023 - 18:19

کابل (پژواک، ٨ زمرى ١٤٠٢): د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، نن تر غرمې وروسته د خيبر پښتونخوا په باجوړ سيمه کې د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند په يوې غونډه کې چاودنه شوې ده.

که څه هم تر اوسه د چاودنې د نوعيت په تړاو څه نه دي ويل شوي، خو د "بي بي سي" د راپور په حواله، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۳۵ ډېر نور ژوبل شوي دي.

سرچينه زياتوي، ځينې ځايي رسنۍ بيا د وژل شويو شمېر ۵۰ تنه او د ټپیانو شمېر تر ۱۵۰ تنو يادوي.

د پاکستان جيو نيوز تلويزيون په يو خبر کې ويلي چې چاودنه د جمعيت علماء اسلام ګوند د پلويانو په يوه غونډه کې شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.