منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۴ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جمعيت علماء اسلام ګوند په غونډه کې چادونې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۵۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ٨ زمرى ١٤٠٢): د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، نن تر غرمې وروسته د خيبر پښتونخوا په باجوړ سيمه کې د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند په يوې غونډه کې چاودنه شوې ده.

که څه هم تر اوسه د چاودنې د نوعيت په تړاو څه نه دي ويل شوي، خو د "بي بي سي" د راپور په حواله، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۳۵ ډېر نور ژوبل شوي دي.

سرچينه زياتوي، ځينې ځايي رسنۍ بيا د وژل شويو شمېر ۵۰ تنه او د ټپیانو شمېر تر ۱۵۰ تنو يادوي.

د پاکستان جيو نيوز تلويزيون په يو خبر کې ويلي چې چاودنه د جمعيت علماء اسلام ګوند د پلويانو په يوه غونډه کې شوې ده.

دغې رسنۍ د پاکستاني پوليسو له قوله ويلي چې چاودنه کې د لومړنيو معلوماتو پربنسټ پنځه کسان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپيان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچينه وايي چې سيمه د پوليسو له خوا کلابنده شوې او چا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټويټر لیکلي چې اسلامي امارت د خیبر پښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې د جمعیت علماء اسلام اړوند په یوه غونډه کې چاودنه غندي او متأثره شویو کورنیو سره خپله ژوره خواشیني او تسلیت شریکوي.

ده زياته کړې: «دا ډول جنایات په هيڅ ډول د توجیه وړ نه دي.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه