Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ماشومانو ژغورنې صندوق: ۳۸ سلنه افغان ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله کار ته اړ شوي

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ماشومانو ژغورنې صندوق سروې ښیي چې سروې کې د شاملو ماشومانو ۳۸ سلنه په تېرو دوو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او کار کولو ته اړ شوي دي.

یاد صندوق له نړۍ‌والې ټولنې غوښتي چې له افغانانو سره بېړنۍ او دغه راز د اوږدې مودې لپاره اړینې مرستې وکړي.

د ماشومانو ژغورنې صندوق وایي، دغه سروې یې د ۲۰۲۳ کال د جولای له اتمې د اګسټ تر دویمې د افغانستان په بلخ، فاریاب، جوزجان، کابل، ننګرهار او سرپل ولایتونو کې ترسره کړې چې په کې ۱۲۰۷ لویانو او ۱۲۰۵ ماشومانو برخه اخیستې ده.

یاد صندوق لیکلي چې سروې کې شامل څه باندې ۳۸ سلنه ماشومانو ویلي چې اقتصادي برخه کې له خپلو کورنیو سره د مرستې په موخه کار ته اړ شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سروې شوو درې پر څلورمه برخه ماشومانو (۷۶ عشاریه یو سلنه) ویلي چې دوی د تېر کال په پرتله لږ خواړه خوري؛ ځکه په هېواد کې له څو کلونو راهیسې سختو وچکالیو د خلکو کرنه له منځه وړې، څاروي یې مړه کړي او دې ستونزې د هغوی د کورنیو اقتصاد زیانمن کړی دی.

 د ماشومانو د ژغورنې صندوق وایي چې وچکالیو ۵۸ سلنه هغه کورنۍ چې د ماشومانو ژغورنې ادارې له خوا ورسره مرکې شوې، اغېزمنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرچینې څرګندونو له مخې، له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو کمېدو له امله په ملیونونو خلک د خوراکي توکو له مرستو بې‌برخې شوي دي.

سرچینه زیاتوي: «دا باید نړۍوالې ټولنې ته د خطر زنګ وي او سترګې پرې پټې نه کړي.»

د ماشومانو د ژغورنې صندوق وایي، افغانستان – چې ډېر خلک یې پر کرنه تکیه کوي ـ د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلونونو له بحرانه ډېر اغېزمن هېواد دی او وچکالۍ د دغه هېواد نیمایي نفوس اغېزمن کړی دی.

په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې موسسې مشر، ارشد ملک ویلي: «په تېرو دوو کلونو کې ـ وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته رسېدلي- د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره شرایط خورا خراب دي؛ هغه څه چې موږ یې ګورو د اقلیم بحران، فقر او د جګړو میراث یو توپان دی چې خلک یې له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ کړي دي.»

هغه زیاتوي: «دا حقیقت چې ماشومان د کار او مهاجرت په څېر ناامنه کړنو ته اړ ایستل کېږي، باید ټولې نړۍ ته ټکان ورکړي... موږ هیله لرو، نړۍواله ټولنه چې په افغانستان کې یې د خوراکي توکو د مرستو په برخه کې د پام وړ بودجه کمه کړې، په دې اړه بیا غور وکړي، په میلیونونو بې‌ګناه ماشومان چې ژوند یې په خطر کې دی، په یاد وساتي او د هغو پرېکړو له امله چې هغوی یې په اړه څه نه دي کړي، سزا ورنه کړي.»

د ماشومانو د ژغورنې صندوق له نړۍ‌والې ټولنې غوښتي چې له افغانانو سره بېړنۍ او دغه راز د اوږدې مودې لپاره اړینې مرستې وکړي.

سرچینې له مرسته‌کوونکو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د بشري چارو لپاره روانې مالي مرستې ونه ځنډوي؛ ځکه چې دغه چاره د ملکي خلکو په تېره ښځو او نجونو پر ژوند بد اغېز کوي.

یاد صندوق وایي چې د ماشومانو حقونه، په ځانګړې توګه د نجونو د زده‌کړو حق باید د ټولو اړخونو په لومړیتوبونو کې وي.

وروسته له هغه چې اسلامي امارت د وړم کال د زمري په ۲۴مه کابل ونیو، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان څه باندې نهه میلیارده امریکایي ډالر شتمني کنګل کړه او د افغانستان پر بانکي فعالیتونو یې محدودیتونه وضع کړل.

اروپایي ټولنې - وروسته له هغه چې اسلامي امارت د روان کال په وري میاشت کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه- ګواښ وکړ چې که دغه بندیز لرې نه شي، دوی به له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام بیا کتنه وکړي.

دغه راز ملګرو ملتونو وویلي وو، دوی له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولی افغانستان کې کار وکړي او اړمنو کسانو ته اړینې مرستې ورسوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.