Language

فراه کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکي نیول شوي

فراه‌ښار (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): د فراه امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې یې زر ګیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ولسوالۍ امنیتي منسوبینو د یادې ولسوالۍ اړوند د چوڼۍ کلا سیمه کې زر کیلوګرامه ومان په یوه فلاینکوچ موټر کې کشف او ترلاسه کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې  موټرچلوونکی په تېښه بریالی شوی دی.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم په دغه ولایت کې ضبط شوي زرګونه کیلوګرامه ومان سوځول شوي وو.