Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند نادعلي کې د بې‌کیفیته تېلو پلور له امله څلور پمپونه تړل شوي

لښکرګاه (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د بې‌کیفیته تېلو د پلور له امله څلور پمپونه تړل شوي دي.

هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د انحصاراتو ریاست مسوولینو د دغه ولایت نادعلي ولسوالۍ اړوند په چاه‌انجیر او لوی‌مانده سیمو کې د څلور پمپونه د تېلو خرابوالي او ټيټ کیفیت له امله وتړل.

نوموړی زیاتوي، د انحصاراتو ریاست تر دې مهاله د مرکز لښکرګاه په ګډون په ولسوالیو کې ډېر شمېر پمپونه د تېلو د خرابوالي له امله تړلي، څو د بې‌کیفیته تېلو د پلور مخنیوی وکړي.

ریاض پر سوداګرو غږ وکړ چې هېواد ته ښه کیفیت‌لرونکي تېل وارد کړي او زیاته یې کړه هغه څوک چې بې‌کیفیته تېل پلوري قانوني چلند به ورسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.