ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ حوزوي روغتون کې د اکسېجن د تولید یوه دستګاه فعاله شوه

د بلخ حوزوي روغتون کې د اکسېجن د تولید یوه دستګاه فعاله شوه

author avatar
25 Aug 2023 - 11:55
د بلخ حوزوي روغتون کې د اکسېجن د تولید یوه دستګاه فعاله شوه
author avatar
25 Aug 2023 - 11:55

مزارشریف (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف په ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون کې پرون د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اکسېجن د تولید یوه دستګاه فعاله شوه.

د دغه ولایت د رسنیو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا له قوله راغلي: «پر دغه ماشین ۳۵۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې په یوه دقیقه کې د ۱۵۰۰ لیټره اکسېجن د تولید وړتیا لري.»

سرچینې نه دي ویلي چې د یادې دستګاه لګښت د عامې روغتیا وزارت له بودجې او که د کوم بل مرستندویه بنسټ له خوا ورکړل شوی دی.

خو توانا ويلي چې دغه دستګاه به د اکسېجن په برخه کې د دغه ولایت د حوزوي روغتون د بستر ناروغانو اړتیاوې پوره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.