منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۳ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ حوزوي روغتون کې د اکسېجن د تولید یوه دستګاه فعاله شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۳ کتنې · تازه شوی

مزارشریف (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف په ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون کې پرون د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اکسېجن د تولید یوه دستګاه فعاله شوه.

د دغه ولایت د رسنیو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا له قوله راغلي: «پر دغه ماشین ۳۵۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې په یوه دقیقه کې د ۱۵۰۰ لیټره اکسېجن د تولید وړتیا لري.»

سرچینې نه دي ویلي چې د یادې دستګاه لګښت د عامې روغتیا وزارت له بودجې او که د کوم بل مرستندویه بنسټ له خوا ورکړل شوی دی.

خو توانا ويلي چې دغه دستګاه به د اکسېجن په برخه کې د دغه ولایت د حوزوي روغتون د بستر ناروغانو اړتیاوې پوره کړي.

د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس ویلي چې حکومت هڅه کوي د روغتیا په برخه کې لا نورې آسانتیاوې هم رامنځته کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا