کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): ایران د افغانستان سرپرست حکومت ته ډاډ ورکړ چې دغه هېواد به د خواف – هرات درېیمې برخې اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد چټکتیا او د انتقالاتو کچې لوړولو په برخه کې لازمه همکاري کوي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ تېره ورځ ایران ته ولاړ څو هلته له ایراني چارواکو سره د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر چټکتیا او د دوو اړخیزو رېلي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د یادې ادارې سرپرست ملا بختالرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي د ایران پلازمېنه تهران کې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له مشر او د لارو او ښار جوړولو وزارت له مرستیال سید میعاد صالحي سره لیدلي دي.
سرچینه زیاتوي: «په دغه لیدنه کې د خواف – هرات درېیمې برخې اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر چټکتیا بحث وشو او ایراني لوري ډاډ ورکړ چې دوی په دغه برخه کې لازمه همکاري کوي او هڅه کوي له یاد مسیر څخه د انتقالاتو کچه لوړه شي.»
د خبرپاڼې له مخې، دواړه لورو د دوه اړخیزه رېلي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د خواف – هرات درېیمې برخه اوسپنې پټلۍ لار یې د دواړو هېوادونو په اقتصادي پراختیا کې مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.
د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۱۴۰ کیلومتره یې د ایران او ۸۵ کلیومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځېدلې ده. د دې پټلۍ درېیمه برخه – چې ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري – د هرات ولایت له زندهجان، انجیل او غوریان ولسوالیو په تېرېدو د هرات له هوايي ډګر سره نښلي.
د دې پټلۍ جوړولو کار په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل شوی و.
د افغانستان تېر حکومت د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ درېیمې برخې جوړولو تړون د ۵۸ عشاریه پنځه میلیون ډالرو په لګښت له یوه قزاقي شرکت سره کړی و او وروسته دغه پروژه د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې په لسمه د افغانستان او ایران ولسمشرانو له خوا په انلاین بڼه پرانیستل شوه.
Views: 79