کابل (پژواک، ۳ سلواغې ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، اوسني عصر کې رسنۍ او وياندويان د ټولنې او هېواد اشد ضرورت دي، دا ډګر بايد ډېر پياوړی اوسي او له هر ډول شرایطو سره د مقابلې جوګه شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي دغه څرګندونې کابل کې د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د روزنيز سمينار په یوه غونډه کې کړي دي.
هغه ویلي، اوسني عصر کې رسنۍ او وياندويان د ټولنې او هېواد اشد ضرورت دي، دا ډګر بايد ډېر پياوړی اوسي، بايد له هر ډول حالاتو او شرایطو سره د مقابلې جوګه شي.
هغه زیاته کړې، وياندويان دې هڅه وکړي، چې له خپل اړوند کاري چاپېريال سره سره د هېواد او ټولنې په اړه هم هر اړخيز معلومات ولري.
ده ویلي، اسلامي امارت د هېواد آبادۍ، پرمختګ او په ځان بساينې ته ژمن دی، وياندويان دې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ خبرونه له رسنيو سره وخت په وخت شريک کړي.
د دغه سیمینار یوه استاذ مولوي عبدالهادي مجاهد هم ویلي، معلومات او اطلاعات که په خپل وخت تحليل او خپاره نه شي، ستونزې زېږوي، د معلوماتو او اطلاعاتو متوقع تاثيرات بايد وارزول شي، ځکه چې خپرول يې د مقابل لوري سره د اړيکو په کيفيت تاثير کوي.
هغه ویلي، وياندويان بايد الهام بخښونکي او روحيه ورکوونکي معلومات له ولسونو سره شريک کړي، د اسلامي امارت رسنيزه پاليسي په ريښتينولۍ او اعتدال استواره ده.
یاد روزنیر سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې، د روانې اونۍ (یکشنبې په ورځ) د څلورو ورځو لپاره پیل شوی و، نن به پای ته ورسیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP