Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پولیسو کابل کې یوه ښځه د هغې د وروڼو له ۲۵ کلن بنده ازاده کړه

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): پوليس وايي، کابل ښار کې یې هغه مېرمن له بنده ژغورلې چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د خپلو وروڼو له خوا په يوه خونه کې بندي ساتل کېده.

د کابل امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د کابل امنیه قوماندانۍ د لسمې حوزې پولیسو تېره ورځ ناوخته د دې حوزې اړوند سيمه کې پر يو کور عملیات وکړل چې په پایله کې یې یوه مېرمن له بنده ازاده کړه.

هغه زياتوي: «ابتدایي څېړنې ښیي چې نوموړې ۲۵ کاله د خپلو وروڼو له خوا په یوه خونه کې بندي کړل شوې وه او ډوډۍ یې له کړکۍ ورکوله.»

د ځدراڼ په وينا، د دې پېښې د لا څېړنو په موخه د دغه کور څلور کسان اړونده حوزې ته وړل شوي او مېرمن د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.