مزارشریف (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): بلخ کې د مېوو او سبزیو یو شمېر پلورونکي وایي چې د تورخم او سالنګ لارو بندېدو سره په دغه ولایت کې د مېوو او سبزیو بیې تر نیمایي ټیټې شوې دي.
هغوی دغه راز پر پاکستان نیوکه کوي چې هر کال په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو پر مهال دغه هېواد په یوه او بله پلمه د تورخم دروازه تړي.
هغوی زیاتوي، که حکومت د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي، نو اړ نه دي څو خپل محصولات په ارزانه بیه پر پاکستان او یا هم نورو هېوادونو وپلوري.
شاوخوا نهه ورځې وړاندې په تورخم کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
دغه راز اسلامي امارت د سالنګ لويه لار هم د بيارغونې لپاره د مسافرو او باروړونکو موټرونو پر مخ تړلې خو نورې بديلې لارې يې ورته جوړې کړې دي.
بلخ کې د سبزیو یوه سوداګر سیدرحمن پژواک ته وویل، د دغه ولايت کرنیز محصولات کابل او له هېواده بهر پاکستان ته صادريږي خو له هغه راهیسې چې د سالنګ او تورخم لارې تړل شوې د سبزیو بیې تر نیمایي کمې شوې دي.
هغه وایي، پخوا بزګرانو اووه کيلو رومیان په خپل پټېو کې په ۱۱۰ افغانۍ پلورل خو اوس یې بیه ان ۴۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې پاکستان هر کال د مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو پر مهال د تورخم دروازه په یوه او بله پلمه تړي چې له امله یې بزګران، د مېوو او سبزیو پلورونکي له زیان سره مخ کېږي.
سیدرحمن د یادو ستونزو لامل په دغه ولایت کې د سړو خونو نشتوالی بولي او وایي که چیرې سړې خونې جوړې شي دوى اړ نه دي چې خپل محصولات په ارزانه بيه پر پاکستان او نورو هېوادونو وپلوري.
آغامحمد د سبزیو یو بل سوداګر بیا وایي چې د تورخم لارې تړل کېدو ترڅنګ د سالنګ لارې تړل کېدو هم دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وایي، د سالنګ لارې له تړل کېدو مخکې باید حکومت د شبیر لار ترمیم کړې وای ځکه پخوا به محصولات ژر کابل او نورو ولایتونو ته رسېدل خو اوس درېيو شپو کې هم نه رسېږي.
آغامحمد زیاتوي چې پر دې سربېره د موټرو کرایه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی او دوی اړ دي څو خپل محصولات پر نیمایي بیه بلخ او نورو شمالي ولایتونو کې وپلوري.
هغه وایي: «زموږ مالونه اوس کابل ته نه ځي، یو من بېنډۍ ۱۲۰ افغانۍ خرڅیدې، اوس ۴۰ افغانیو ته راټیټې شوې، یو من مرچ ۱۲۰ و اوس ۶۰ افغانۍ دي، رومیان هم همدا ډول په نیمه بیه پلورل کېږي.»
دغه راز د ميوې يوه سوداګر نصرالله پژواک ته وويل چې د سبزیو سربېره د مېوو بیې هم ټيټې شوې دي.
هغه زیاتوي چې پخوا له بلخ او نورو شمالي ولایتونو څخه کابل ته هنډوانې، خټکي، مڼې او نور محصولات تلل خو اوس ټول په بلخ کې پلورل کېږي نو ځکه یې په بیو کې تر نیمایي ډېر کموالی راغلی دی.
نصرالله له حکومته وغوښتل څو د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي.
په همدې حال د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د بزګرانو او سوداګرو یادې ستونزې مني.
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک ته وویل، مزارشریف کې ۱۱ سړې خونې شته چې هره سړه خونه د شاوخوا څلور زره مټریک ټنه محصولاتو د ساتلو ظرفیت لري.
عظیمي زیاتوي چې له ١١ سړو خونو څخه ځينې یې د برېښنا د بیې لوړوالي له امله غیرفعاله دي.
هغه دغه راز وایي، دغه ریاست پلان کې لري څو بلخ کې یو شمېر لویې او معیاري سړې خونې جوړې کړي.
د بلخ ترڅنګ د يو شمېر نورو ولايتونو د ميوو او سبزيو سوداګر وايي چې تورخم لارې تړل کېدو له امله يې ميوې او سبزي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي نو ځکه يې تر بل هر وخت په ارازنه بيه پلوري.
Hits: 88
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن