بامیان (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): د بامیان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یوه ځوان خپل پلار وژلی دی.
د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «چپدرۀ فولادي» سیمې اوسېدونکی محمد د خپل زوی له لوري د چاقو په وسیله وژل شوی دی.
د هغه په خبره، دغه پېښه پرون د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.
د بامیان د والي ویاند زیاتوي چې پر قتل تورن کس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او د قضیې په تړاو نورې پلټنې روانې دي
Views: 132