Pajhwok Afghan News

بامیان کې د کچالو حاصلاتو ټولولو فصل؛ «د دغه محصول ساتلو لپاره زر نورو زېرمو ته اړتیا ده»

بامیان (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): بامیان کې مسوولین وايي چې جوړې شوې زېرمې په دغه ولایت کې د ۳۰ زره او ۷۰۰ مټریک ټنه کچالو د ساتلو ظرفیت لري او کروندګر کولای شي د کچالو حاصلاتو راټولولو فصل کې د زیان مخنیوي لپاره، له دغو زېرمو استفاده وکړي.

خو د بامیان کروندګر په دغه لایت کې د کافي سړو خونو نشتوالی له لویو ستونزو بولي او وايي چې له امله یې بزګر اړ دي په دغه فصل کې کچالو په ټیټه بیه وپلوري.

د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ملا ګلاب‌الدین رب‌دوست پژواک خبري اژانس ته وویل، د حاصلاتو راټولولو پر مهال د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو په تېره بیا د کچالو بیه چې- د دغه ولایت له تر ټولو مهمو کرنیزو تولیداتو دي- مخ په ټیټېدو ده.

هغه زیاته کړه، څو چې د کچالو بیه لوړه او د پلور مناسب بازار ورته برابر شوای نه وي، بزګران کولای شي له زېرمو استفاده وکړي څو کردوندګرو ته د زیان اوښتو او په ټیټه بیه د کچالو د پلور مخنیوی وشي.

نوموړي څرګنده کړه چې دا مهال په دغه ولایت کې څه باندې یو زر او ۸۰۰ زېرمې شته چې د ۳۰زره او ۷۰۲ مټریک ټنه کچالو د ذخیره کولو ظرفیت لري او د ۱۰۰۰ نورو زېرمو جوړولو ته اړتیا ده.

د کرنې رییس وویل چې سږ کال تر اوسه د کچالو ټول حاصلات نه دي راټول شوي، خو تېر کال په دغه ولایت کې څه باندې ۲۸۰ زره مټریک ټنه کچالو راټول شوي وو چې ډېره برخه یې په هېواد کې د ننه وپلورل شول.

دغه راز هغه د نړۍوال بازار پر برابرولو ټينګار وکړ او ويې ويل، له دې مخکې به د کچالو په ګډون د باميان کرنيز محصولات پاکستان او تاجکستان ته صادرېدل چې د کرنې وزارت هڅه کوي څو بېرته د کچالو د صادراتو لپاره زمينه برابره کړي.

خو د بامیان ولایت کروندګر په دغه ولایت کې د مناسب بازار او کافي زیرمو له نشتوالي او دغه راز د بیو له ټیټوالي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي څو په دې اړه ‎ جدي پاملرنه وکړي.

د دغه ولايت د مرکز اړوند د سيداباد سيمې يو بزګر سخي‌داد وايي، د کچالو بيه د پام وړ ټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه: «تېر کال یو من کچالو له ١٥٠ تر ٢٠٠ افغانيو پلورل کېدل، خو سږ کال په داسې حال کې چې د کچالو د حاصلاتو راټولولو موسم را رسېدلى، په بازار کې د يو کچالو من بيه ١١٠ افغانيو ته ټيټه شوې ده.»

د هغه په خبره، که چېرې د بازارموندنې برخه کې مسوولين پاملرنه ونه کړي، نو بزګرانو ته به نه جبرانېدونکی زیان واوړي.

دغه راز، د باميان په مرکز کې بل کروندګر نبي هم زیاته کړه، د کافي زېرمو نشتوالى يوه بله ستونزه ده چې د باميانو کروندګر يې اړ کړي څو په دې موسم کې کچالو په ټيټه بيه وپلوري.

د هغه په خبره، هغه زېرمې چې په دغه ولایت کې جوړې شوې کافي نه دي او ټول کروندګر ترې ګټه نه اخلي، نو هغه کروندګر چې زېرمو ته لاسرسى نه لري، اړ دي چې خپل کرنيز محصولات د ورځني نرخ له مخې وپلوري.

په دغه ولایت کې د سيمې يوه سوداګر نجيب‌الله عزيزي په دې اړه وويل، څو چې د ګاونډيو هېوادونو په کچه د کچالو د خرڅلاو بازار رامنځته او قرارداد ونه شي، کرنيز محصولات په تېره بیا کچالو به په مناسبه بيه ونه پلورل شي.

هغه څرګنده کړه، د بازار نشتوالي او په دې وروستیو کې د تورخم لارې بندېدو هم د کچالو پر بيو منفي اغېز کړى چې دا مهال ډېره برخه کچالو په ګاونډيو ولايتونو په ځانګړې توګه شمالي ولايتونو کې پلورل کېږي.

خو د دغه ولایت د کرنې رییس د کروندګرو د اندېښنو په تړاو زیاته کړه چې د بزګرانو ستونزې به له اړوند وزارت او همکارو بنسټونو سره شریکې کړي، څو په راتلونکي کې کچالو ته مناسب بازار برابر شي.

Views: 12

Exit mobile version