ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د «خزاني جام» په نوم د فوټسال ټورنمنټ پيل شو

دایکنډي کې د «خزاني جام» په نوم د فوټسال ټورنمنټ پيل شو

author avatar
14 Oct 2023 - 14:15
دایکنډي کې د «خزاني جام» په نوم د فوټسال ټورنمنټ پيل شو
author avatar
14 Oct 2023 - 14:15

نیلي (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د دایکنډي په مرکز نیلي کې د ورزش او بدني روزنې امریت له خوا د «خزانی جام» په نوم د فوټسال ۱۷ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل شوې.

د دایکنډي د ورزش او بدني روزنې سرپرست امر دورمحمد رووفي وویل، دغه ټورنمنټ د ځوانانو ترمنځ د فوټسال د ودې او پیاوړتیا په موخه پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه، په یاد ټورنمنټ کې د دایکنډي ولایت په کچه ۲۶ لوبډلو ګډون کړی دی.

دغه راز، د دایکنډي ځوانان د دې ډول برنامو د پیل هرکلی کوي.

دایکنډي کې د فوټسال لوبډلې یو لوبغاړی علی میثم وایي، د دغه ولایت ځوانان له ورزش سره ډېره لېوالتیا لري او اړتیا ده چې دې برخې ته ډېره پاملرنه وشي.

هغه زیاتوي، ځوانانو د فوټبال او فوټسال برخو کې ډېره وده کړې او ځوانې ورزش وړتیاوې موجودې دي.

خو د دایکنډي یو بل ځوان وایي چې د ورزش د ودې او یو بل منلو لپاره د دغسې ورزشي پروګرامونو جوړول ډېر مهم دي.

هغه ټینګار کوي، د ځوانانو لپاره د نورو ظرفیتي پروګرامونو ترڅنګ د ورزش وده او پیاوړتیا هم یوه مهمه اړتیا ده.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.