کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې پر یوه روغتون د اسرائیلو هوایي برید وغانده او دا عمل یې غیرانساني وباله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت په غزه کې پر المعمداني روغتون د صهیونیستي ځواکونو له خوا بمبارد په کلکلو ټکو غندي او دغه عمل د انسانیت پر وړاندې وحشت او جنایت بولي.
سرچینه زیاتوي: «اسلامي امارت له ټولو خلکو او د نړۍ له حکومتونو، د بشري حقونو له مدافع سازمانونو، له ملګرو ملتونو او له اسلامي همکارۍ سازمان غواړي چې ډېر ژر دې د اسرائیلو د وحشتونو د تکرار مخه ونیسي او یوازې دې په غندنو بسنه نه کوي او ټینګار کوي، که د دغو وحشتونو او بربریتونو مخه ونه نیول شي، ښایي د سیمې وضعیت خراب شي او غبرګونو ته لار پرانیزي چې دا چاره به له کنټروله بهر وي او دا به د ټولې سیمې او نړۍ په زیان تمام شي.»
هغه لیکلي چې د اسرائیلو له وحشته د ځینو هېوادونو ښکاره ملاتړ او د ځینو نورو چوپتیا د صهیونیستي رژیم د وحشتونو او ظلم د دوام زمینه برابره کړې ده.
یاده خبرپاڼه کې راغلي: «موږ له فلسطینیانو او له هغو هېوادونو او بنسټونو سره همغږي یو چې د روانې نسلوژنې د مخنیوي او د جنایت کارانو محاکمه کول غواړي.»
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو هغه روغتون چې زرګونو فلسطینیانو په کې پناه اخیستې وه بمبارد کړی چې په پایله کې یې ۵۰۰ کسان مړه شوي دي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن