پارون (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): نورستان کې سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت د مرکز پارون اړوند په ماندي سيمه کې د يوه پله جوړولو چارې پیل شوې.
د نورستان د کليو بيارغونې او پراختيا ریيس مولوى احسانالله وایي، ياد پل چې نږدې ۲۱ متره اوږدوالى او ۷ متره سور به ولري، د مرکز پارون اړوند په ماندي سيمه کې پر تېر شوي سيند جوړيږي.
هغه زیاته کړه چې د یاد پله چارې به په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
د هغه په خبره، د دغه پله په جوړېدو سره به د ماندي او پشکي سیمو زرګونه کسانو او موترو ته په تګ راتګ کې اسانتيا برابره شي .
دی زیاتوي، ياد پل جوړولو لګښت د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له انکشافي بودجې ورکول کېږي.
د سیمې يو اوسېدونکى نعمتالله د ياد پله د چارې پر پیلېدو خوښي څرګندوي او زياتوي چې له دې مخکې په همدغه ځاى کې د سيند پر سر د لرګيو يو پل جوړ و چې غیرمعیاري او د لوېدو خطر یې و.
د ياد پله جوړولو چارو د پيل مراسمو کې د نورستان والي مولوي شيراحمد حقاني هم ویلي چې نورستان د هېواد په کچه يو وروسته پاتې ولايت دى چې ډېر کلي يې لارې نه لري خو دوى هوډ لري چې دغه ډول نور رغنيز کارونه هم وکړي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن