Pajhwok Afghan News

قزاقستان د هرات له زلزله‌ځپلو سره ۲۷ واګونه بېلابېل ډول توکي مرسته وکړه

مزارشریف (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): قزاقستان د هرات له زلزله‌ځپلو سره د بشري مرستو په دوام ۲۷ واګونه خوراکي او غیرخوراکي توکي مرسته وکړه.

د قزاقستان پلاوي دغه مرسته نن د بلخ په حیرتان بندر کې افغان لوري ته وسپارله.

د اړوندې موضوع په اړه په بلخ کې د قزاقستان قونسلګرۍ مستشار میرام اوشخمانوف وویل، «قزاقستان د هرات له زلزله‌ځپلو سره ۲۷ واګونه (۱۶۶۲ ټنه) خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې چې په کې اوړه، غوړي، وریجې، کمپلې او چپرکټونه شامل دي.»

هغه زیاته کړه چې له دې وړاندې د دغه هېواد ۴۵ کسیز روغتیایي ټیم د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په موخه یاد ولایت رسېدلی دی.

بل‌خوا، د بلخ ولایت مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس د یاد هېواد له مرستو مننه وکړه او پر نورو ګاونډیو هېوادونو يې هم غږ وکړ چې د هرات له زلزله‌ځپلو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې ایران، تاجکستان، ترکیې، سعودي او یو شمېر نورو هېوادونو هم د هرات له زلزله‌ځپلو سره مرستې کړې دي.

د یادونې ده، شاوخوا دوه اونۍ مخکې په هرات ولایت کې د څو پرله‌پسې زلزلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له دوه زره ډېر کسان مړه او همدومره نور ټپیان شول.

د همدې زلزلې له امله په زنده‌جان، ګلران، غوریان، انجیل او کهسان ولسوالیو کې سلګونه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

وروسته له هغه چې یادې زلزلې د هرات اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه واوړل، له هغوی سره په ملي او نړۍواله کچه مرستې هم پیل شوې.

Views: 24

Exit mobile version