ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د اوبو پر سر د شخړو مخنيوي لپاره د ټولنو جوړېدو لړۍ پیل شوه

ننګرهار کې د اوبو پر سر د شخړو مخنيوي لپاره د ټولنو جوړېدو لړۍ پیل شوه

author avatar
25 Oct 2023 - 14:58
ننګرهار کې د اوبو پر سر د شخړو مخنيوي لپاره د ټولنو جوړېدو لړۍ پیل شوه
author avatar
25 Oct 2023 - 14:58

جلال‌اباد (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار سينديزې حوزې رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت په کليوالي سیمو کې یې د اوبو پر سر رامنځته کېدونکو شخړو مخنيوي لپاره د همغږۍ ټولنو جوړېدو لړۍ پيل کړې ده.

هغوی وايي، ډېر کله د اوبه‌خور غيرمنظم سيسټم له امله کروندګر خپلو کې لفظي شخړې کوي او بيا همدا شخړې په تاوتريخوالي بدلېږي چې مرګ‌ژوبله هم په کې رامنځته کېږي.

د سينديزې حوزې رياست وايي، تازه يې د سپين‌غره په لمنه کې د پرتو درېيو ولسواليو لپاره د اوبو وېش او ساتنې څو ټولنو ته د فعاليت جوازونه ورکړل او نورو ولسواليو ته به هم دا لړۍ وغځول شي.

د ننګرهار د سينديزې حوزې رييس سيد فضل‌احمد هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د اوبو او انرژۍ وزارت د لارښوونې له مخې يې په دغه ولايت کې د اوبو په سر د رامنځته کېدونکو ستونزو د مخنيوي او د اوبو وېش او ساتنې لپاره د ټولنو جوړېدو لړۍ پيل کړې ده.

هغه وايي، د دغه ولايت غني‌خېلو، شېرزادو او سپين‌غر ولسواليو کې يې د اوبو وېش او ساتنې لپاره پنځو ټولنو ته د فعاليت جوازونه ورکړل چې د اوبو د وېش او ساتنې ترڅنګ به د اوبو په سر رامنځته کېدونکو شخړو مخنيوی کوي.

هغه زياته کړه: «يادې ټولنې به د مناري، سرخاب، لمدي، پاخېل او مامند کانالونو د اوبو وېش او ساتنه کوي او له دې وروسته به له دغو کانالونو کروندګر اوبه د همدغو ټولنو په همغږۍ استفاده کوي.»

د سينديزې حوزې رييس وايي، دا لړۍ به د ننګرهار ټولو ولسواليو او ټولو سيمو ته غځول کېږي چې موخه يې د اوبو وېش منظم کول او د شخړو مخنيوی دی.

په ورته وخت کې په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د يوې ټولنې مسوول انجينر اسلم وايي، دوی د اوبو وېش لپاره لومړۍ منظم پلان جوړوي او بيا له هغې وروسته به يې تطبيقوي.

هغه له امنيتي او اړوندو دولتي ادارو غوښتنه کوي چې د دې چارې په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي، څو ستونزې حل شي او ټولو کروندګرو ته پر وخت اوبه ورسېږي.

بلخوا د ننګرهار کروندګر هم خوښ دي چې د سينديزې حوزې رياست د اوبو منظم وېش لپاره دا ډول ټولنې جوړوي.

د شېرزادو ولسوالۍ يوه کروندګر حسين خان پژواک ته وويل، د دوی په سيمه کې ډېر کله د کروندګرو ترمنځ د اوبو د وار (نوبت) په سر شخړې کېږي چې کله ناکله يو پر بل د بېلچو ګوزارونه هم کوي.

د سپين‌غر ولسوالۍ يو کروندګر نورالله وايي، هغه ځمکې چې د سپين‌غره ته نږدې وي، کروندګر يې ډېرې اوبه استعمالوي چې ښکته ځمکو ته ډېر کله اوبه هم نه رسېږي.

دی وايي، که دا ټولنې فعاليت پيل کړي نو د اوبو دغه ستونزه ورسره حل کېدلی شي.

د ننګرهار د سينديزې حوزې رياست مسوولين وايي، د اوبو او انرژۍ وزارت پلان کې لري چې دا ډول ټولنې په ټول هېواد کې رامنځته کړي.

Views: 146

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.