کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې له کابل ښاره دې سوالګر په بشپړ ډول ټول شي او له ارزونې وروسته دې بېسرپرسته مستحقو سوالګرو ته نغدي او د خوراکي توکو دوامداره مرستې ورکړل شي.
په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو لړۍ د تېر کال د زمري میاشتې په ۲۲مه پیل شوه او لا هم هم روانه ده؛ د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت تېر کال د کب میاشت کې ویلي وو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې نږدې ۳۰ زره سوالګر ټول کړي دي.
د ریاستالوزار اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو کمېټې د غړو وزارتونو او ادارو ترمنځ ګډه غونډه وشوه.
برادر په دې غونډه کې وویل، له کابل ښاره دې سوالګر په بشپړ ډول ټول شي او له ارزونې وروسته دې بې سرپرسته مستحقو سوالګرو ته په دوامدار ډول نغدي او د خوراکي توکو مرستو رسولو لړۍ جاري وساتل شي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د بېوزلو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د سوالګرو ستونزو ته رسېدنه کوي او هڅه کوي چې د یوه سوکاله او ارام ژوند زمینه ورته برابره کړي.
ملا برادر دغه راز زیاته کړه، د دې کمېټې ټولو مسوولینو، په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لارښوونه کوي څو د یادې کمېټې د کړنلارې مطابق خپل مسوولیتونه په ښه ډول ترسره کړي.
په غونډه کې پرېکړه شوې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دې د جمعې لمانځه په خطبو کې د دغه عمل د دنیوي او اخروي زیانونو په اړه هېوادوالو ته عامه پوهاوی ورکړي او د دې پروسې مؤثریت په موخه دې خپل استازي یادې کمېټې ته ور معرفي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP