ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کي یوې ميرمنې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

جوزجان کي یوې ميرمنې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

author avatar
19 Nov 2023 - 18:05
جوزجان کي یوې ميرمنې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
author avatar
19 Nov 2023 - 18:05

شبرغان (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): جوزجان کې یوې مېرمنې چې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې یې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابر کړې، له کورنیو وغوښتل چې د خپلو لوڼو د وړتیاوو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

د شبرغان ښار اوسېدونکې کریمه شریفي، پنځه کاله مخکې خپل کور کې د خیاطۍ او ګلدوزۍ کار پیل کړ او وروسته له څلورو کلونو یې خپل کور کې کارګاه جوړه کړه چې په دې کارګاه کې یې ۶۰ ښځو او نجونو ته د زده‌کړې او کار زمینه برابره کړې ده.

هغې زیاته کړه، په یاده کارګاه کې چې د جامو ګنډلو، ګلدوزۍ، چرم ګنډلو او مرۍ ګنډلو په برخو کې فعالیت کوي، د ګلدوزۍ او خیاطۍ ۱۵ ماشینونه فعال شوي او ښځې په بېلابېلو برخو کې پر کار بوختې دي.

د هغې په خبره، سره له دې چې ښځې په یاده کارګاه کې کار کوي، د خیاطۍ، مرۍ ګنډلو، چرم ګنډلو او نورو زده‌کړه هم ویني.

شریفي د کارګاه جوړولو په برخه کې ستونزو ته په اشارې زیاته کړه: «کارګاه مو څو ځلې له سقوط سره مخ وه، خو موږ جرعت وکړ، له نورو ښځو سره مو یو ځای له سقوطه وژغورله، له خپل کاره ډېره خوشحاله یم، له دې لارې ښځو او هېواد ته خدمت کولای شم.»

هغه چې هیله لري کار یې پرمختګ وکړي، خپل کارګاه کې ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي او خپل تولیدات خارج ته ولېږي، زیاتوي: «تل مې هیله درلوده چې فعاله سوداګر اوسم، اوس هم خوشحاله یم چې په دې کارګاه کې مې لسګونه ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.»

نوموړې زیاته کړه: «هغه ښځې او نجونې چې د کار وړتیا لري، جرعت دې وکړي، را دې شي، دلته دې کار وکړي، څو نورو نجونو او ښځو لپاره الګو شي.»

شریفي له کورنیو غواړي چې د خپلو لوڼو د استعدادونو پر لار کې خنډ ونه ګرځي او د هغوی ملاتړ وکړي چې په بېلابېلو برخو کې کار وکړي.

هغه له حکومته غواړي چې د سوداګرو او پانګوالو ښځو ملاتړ وکړي.

کومې ښځې چې په دې کارګاه کې کار کوي، خوشحاله دي.

د یادې کارخونې یوه خیاطه او د شبرغان ښار اوسېدونکې پروانه وايي: «دا چې په داسې شرایطو کې دې کارګاه کې د کار کولو زمینه راته برابره شوې، خوشحاله یم او له دې لارې خپلې کورنۍ سره په مالي برخه کې مرسته کولای شم.»

هغه هم له حکومته غواړي چې د دغه ډول متشبثو مېرمنو ملاتړ وکړي.

ورته مهال، رخشانه چې د دې کارګاه د مرۍ ګنډلو برخه کې کار کوي وايي: «ډېره خوشحاله یم چې په دې کارګاه کې د کار زمینه راته برابره شوې، هم کار کوم او هم عاید لاسته راوړم.»

په دې کارګاه کې یوه ښوونکې صدیقه وايي، له دې چې د کار زمینه ورته برابره شوې څو وکولای شي چې خپلې وړتیاوې نورو ښځو ته ور زده‌کړي او هم خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي، خوشحاله ده.

هغې څرګنده کړه: «زه چې له کوره بهر کار کوم د کور په اقتصاد کې برخه اخلم او خاوند سره اوږه په اوږه کار کوم، ډېره خوشحاله یم او له خپل کاره راضي یم، د اسلامي امارت له مسوولینو غواړم، څو ټولو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د خیاطۍ کارګاه یوه زده‌کوونکې سیما وايي چې هغه له شپږو میاشتو راهیسې د خیاطي په دې کارګاه کې کار کوي، هم یې د خیاطۍ کار زده‌ کړی او هم کولای شي له دې لارې د خپل کورنۍ لګښتونه برابر کړي.

هغې زیاته کړه: «ما په دې موده کې ډېر شیان زده کړل، د میاشتې دوه زره عاید لاسته راوړم، په دغه وخت کې د دې کارګاه جوړېدل ډېره مرسته کوي، د ښځو لپاره څو یو هنر او کسب زده کړي.»

جوزجان کې د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولې فاطمه نیک رسولي وویل: «په دې وروستیو کې د ښار او ولسوالیو په کچه د خیاطي کارګاوې ډېرې شوې، دا خپله د کورنۍ د اقتصاد د مخ ته تلو لپاره یو نیک ګام دی او ټولنه کې د ښځو فعاله ونډه اخیستل ښيي.»

هغې زیاته کړه چې په وروستیو دوو کلونو کې د جوزجان د ښار او ولسوالیو په کچه ۶ زره ښځې د خیاطۍ، کرنې او مالدارۍ برخو کې پر کار بوختې دي.

نوموړې وویل: «ورځ تر بلې د کارافرینو ښځو شمېر مخ په ډېرېدو دی، دا د خوښۍ ځای دی چې په دې وروستیو کې د سوداګرۍ او کارافریني په برخه کې ښځو ډېره انګیزه پیدا کړې. یادې ښځې لکه څنګه چې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې ډېر مهم رول لري، له کورنۍ بهر هم د نورو ښځو لپاره الګو وي.»

ورته مهال، د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي نیاز محمد تواب وویل، په دې وروستیو کې د خیاطۍ کارګاوې ډېرې شوې او یو له مهمو اقداماتو څخه دی؛ ځکه له دې لارې ښځو لپاره کاري زمینې برابریږي.

هغې زیاته کړه هڅه کوي څو د ښځو د لاسي صنایعو د پلور لپاره د ښځو یوه ځانګړي مارکیټ د جوړولو ترڅنګ په نورو ولایتونو او له هېواده بهر هم د جوزجان ولایت د ښځو د لاسي صنایعو د پلور زمینه برابره کړي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.