ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات زلزله‌ځپلي: د ژمي په رارسېدو سره له سختو ستونزو سره مخ یو

21 Nov 2023 - 15:52
21 Nov 2023 - 15:52

هرات (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): په هرات کې له مرګونې او خونړۍ زلزلې یوې‌نیمه میاشت تېرېږي او زلزله‌ځپلي شکایت کوي چې د ژمي له پیلېدو سره یې ژوند لا سخت شوی دی.

دوی وايي، د دې ترڅنګ چې حکومت، موسسو او مرستندویه بنسټونو لومړنۍ مرستې ورسره کړې، خو په دښته کې سړې هوا د دوی د ماشومان په ناروغیو اخته کړي او له ځینو نورو ستونزو سره هم مخ شوي دي.

پژواک خبري اژانس له یو شمېر هغو کورنیو سره خبرې کړې چې له سړې هوا او د خوراکي توکو برارولو لپاره د امکاناتو له نشتوالي ځوریږي، دغه کورنۍ وايي چې د خېمو په داخل کې ډوډۍ نه پخیږي او د برېښنا نشتوالي له امله له برقي منقلونو ستفاده ناممکنه ده او د خېمو د باندې هم د لرګیو یا ګاز کوم تندور نه لري.

په هرات کې زلزله‌ځپلی عبدالصمد وايي، د حکومت له لوري لازمې مرستې ورسره شوې، خو د ګازي تندور، منقل او ګاز نشتوالی هغه ستونزې دي چې له امله یې له ستونزو او ناروغیو سره مخ شوي دي.

هغه زیاتوي چې په خېمو کې د کافي لرګیو، زغالو او ګاز نشتوالي له امله د دوی ماشومان په ناروغیو اخته شوي چې په خبره یې، پر دې سربېره ‎چې اوس هم د دوی په سیمو کې نسبي روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي، خو د ژمي لپاره د سون توکو نشتوالي یې ستونزې ډېرې کړې دي.

د زلزلې له امله بل زیانمن غلام‌حضرت هم پژواک ته وویل چې سړه هوا او په خېمه کې وخت تېرول له یوې خوا او د ډوډۍ چمتو کولو لپاره د امکاناتو نشتوالي له بلې خوا د دوی ستونزې ډېرې کړې، هغه‎ زلزله‌ځپلو ته په وړیا ډول د مایع ګاز وېشلو غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه چې د دوی له لوري پېرل شوی ګاز یوازې د دوی ډېرې لږ ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي او د خېمو ګرمولو لپاره د ګاز اخیستو توان نه لري.

د نوموړي په وینا، پر دې سربېره چې حکومت ورته کورونه جوړي، اړتیا ده چې له د ژمي لپاره د سون توکو برابرولو برخه کې هم ورته پاملرنه وکړي.

بلخوا، په زنده‌جان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله د ویجاړو شوو کلیو یو شمېر د ښوونځیو زده‌کوونکي وايي چې د کتاب، کتابچې، د کتابونو لپاره د بکسونو او ښوونځیو ته د ودانۍ له نشتوالي سره مخ دي.

په همدې حال کې، په هرات کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمدموسی اشعري د دغه ولایت زلزله‌ځپلو ته پر وخت د اړوند کمېسیون له رسېدنې خبر ورکوي او وايي چې د دغه کمېسیون له لارې له زیانمنو سره لازمژ مرستې شوې دي.‎

هغه زیاته کړه چې د هرات زلزله‌ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون لومړی خلکو ته د خوراکي توکو، جامو او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته وردانګلي او دغه لړۍ په سمه توګه روانه ده چې کار یې اتیا سلنه مخکې تللی دی.

د هرات د اوسېدونکو په خبره، په دغه ولایت کې زلزلې اقتصادي، روغتیايي، فرهنګي، تاریخي او ټولینز وضعیت ته سخت زیات رسولی او اوس هم کوچني ټکانونه دوام لري.

د یادونې ده چې یو شمېر هېوادونو، سازمانونو، مرستندویه موسسو، ملي سوداګرو، ورزشکارانو او د افغانستان سرپرست حکومت د هرات ولایت له زلزله‌ځپلو سره د خوراکي مرستو ترڅنګ نغد مرستې هم وکړې او دا لړي لا هم دوام لري.

سږ کال د تلې په ۱۵ مه هرات ولایت د رېشتر ۶.۳ درجې یوې زورورې زلزلې وړزاوه چې له هغه وروسته نور ټکانونه هم رامنځته شول، د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې پایله کې څه باندې شپږ زره کسان مړه او ټپیان شول او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version