ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانانو د جبري را ایستنې دوام؛ خو لا هم هره ورځ ډېر شمېر ځوانان د کار لپاره ایران ته ځي

د افغانانو د جبري را ایستنې دوام؛ خو لا هم هره ورځ ډېر شمېر ځوانان د کار لپاره ایران ته ځي

author avatar
17 Dec 2023 - 14:14
د افغانانو د جبري را ایستنې دوام؛ خو لا هم هره ورځ ډېر شمېر ځوانان د کار لپاره ایران ته ځي
author avatar
17 Dec 2023 - 14:14

هرات (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د هرات ځيني ځوانان چې ایران ته د تلو اراده لري، له خراب اقتصادي وضعیته شکایت کوي او وایي د وزګارۍ له امله اړ دي چې هېواد پرېږدي، خو مسوولینو بیا وايي ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.

د هرات د ادرسکن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غلام فاروق پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا دوه کاله کېږي چې وزګار دی، نو له همدې امله اړ دی چې د خپلې کورنۍ لګښتونو پوره کولو په موخه نورو هېوادونو ته لاړ شي.

هغه وایي، که په هېواد کې د کار زمینه برابره شي، حاضر دی چې په خپل هېواد کې پاتې شي، کار وکړي او له خپلې کورنۍ سره واوسي.

یوه بل ځوان هم پژواک ته وویل چې د کار کولو په موخه له هېواده بهر ځي، که څه هم په هېواد کې امنیت تامین شوی، خو د ډېرو ځوانانو لپاره کار نه شته او هغه له حکومته غواړي چې ده او نورو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هرات د شینډنډ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي انیس وویل، که څه هم ایران ته په پاسپورت ځي، خو بیا هم له هېواده بهر په ځانګړي ډول ایران کې امنیت او مصوونیت نه لري، حکومت باید دې برخه کې ډېرې هڅې وکړي څو پاسپورت چې د یوه هېواد هویت دی، له هېواده بهر باید ورته ارجحیت ورکړل شي.

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې د کار زمینه دې ورته برابره کړي، څو د هېواد ځوانان اړ نه شي چې په قانوني یا غیرقانوني ډول نورو هېوادونو ته لاړ شي.

بلخوا، دغه ولایت کې د ټولنیزو چارو پوهان وایي چې د کډوالۍ کچې ټیټېدو په موخه باید ټولو ته د هېواد دننه د کار زمینه برابره شي.

یوه کارپوه ګلاب‌الدین حیدري پژواک ته وویل، په حقیقت کې ځوانان چې له هېواده بهر ځي، د وطن سرمایه ده او باید هغوی ته د هېواد دننه د کار زمینه برابره شي.

حیدري وویل د کانونو استخراج کولای شي چې نورو هېوادونو ته د ځوانانو د تلو مانع شي، د هغه په خبره، په دې وروستیو کې هېواد کې ځيني کانونه ګټه اخیستنې ته سپارل شوي چې دا په خپله په هېواد کې د بېلابېلو قشرونو ځوانانو ته د کار زمینې برابرېدو ‎ښه زېری دی.

په ورته وخت کې د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزا محمد ابو منصور وایي چې اوسمهال په هرات کې د سوداګرۍ زمینه پراخه شوې او د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې له شپږ سوو ډېرې فابریکې فعالې دي.

نوموړي په هېواد کې د بې‌کارۍ ډېرېدل رد کړل او ویې ویل، کوم کسان چې له هېواده بهر ځي د هغوی لیدلوری نسبت حکومت ته توپیر کوي، په هېواد کې د دندې پیدا کولو لپاره پوره حوصله نه لري چې دا چاره د دې لامل کېږي څو نورو هېوادونو ته لاړ شي.

 نوموړی وایي چې بې‌کاري شته او اسلامي امارت هڅه کوي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.