ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د یوه معیوب پلار پنځه زامن په خپلو ټولګیو کې لومړي مقامونه لري

خوست کې د یوه معیوب پلار پنځه زامن په خپلو ټولګیو کې لومړي مقامونه لري

author avatar
18 Dec 2023 - 13:49
خوست کې د یوه معیوب پلار پنځه زامن په خپلو ټولګیو کې لومړي مقامونه لري
author avatar
18 Dec 2023 - 13:49

خوست ښار (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): خوست کې يو معيوب خټګر چې پنځو زامنو یې د ښوونځي په بېلابېلو ټولګيو کې لومړي مقامونه اخيستي، وايي چې پر ځان د بسياينې لپاره باید حکومت تعليمي سکټور ته پاملرنه ډېره کړي.

په يوه پښه معيوب دغه خټګر چې ميده‌ خان نوميږي او ۵۰ کاله عمر لري د خوست د صبريو ولسوالۍ د نورۍ کلي اوسېدونکی دی.

نوموړي پژواک ته د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې خپل د عمر له نيمايي ډېره برخه يې په خټګرۍ کې تېره کړې، خو خپل زامن يې دې ته نه پرې‌اېښي چې يوه ورځ هم ښوونځی قضا کړي.

دی زياتوي: «زه په خپلو زامنو کار نه کوم او زه معيوب يم بايد کار مې پرې‌اېښی وای، خو ما چې خپل زامن وليدل چې په درس کې تکړه دي، نو له ځان سره مې وويل چې څومره ستړی شې پروا نه کوي او اصلي هدف مې دا دی چې دوی يو ځای ته ورسوم.»

ميده خان خپلو خبرو کې وويل، زړه يې ډېر غواړي چې په خپلو زامنو د خارج په کچه زده‌کړې وکړي او ټول اړين سهولتونه ورته برابر کړي، خو دا چې اقتصادي ستونزې يې زياتې دي نو دې هیلې ته به ونه ورسېږي.

نوموړي وويل، د خټګرۍ په کار کې ورته په منځني ډول د ورځې تر پنځه سوه افغانۍ پاتې کېږي چې نيمايې يې د خپلو اولادونو پر تعليم لګوي.

هغه وايي: «ماته ډېر خلک وايي چې زامن دې عربي هېوادونو ته د کار لپاره ولېږه، خو هلته چې يې ولېږم د لاس مزدوري به کوي، تعليم خو ترې پاتې شو. دلته چې څه پيسې ما ګټلې دي پر دوی مې مصرف کړې دي، حتی قرضه مې ورته کړی خو دوی ته ما کتاب رسولی دی.»

ميده خان دغه راز وايي، که حکومت د پرمختګ هيله لري نو د هر څه تر مخه دې خلکو ته د زده‌کړو په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زياته کړه: «که وطن موږ په خپله په پښو ونه دروو، په دا پرديو مرستو باندې هیڅ هم نه کېږي. چې پرمختګ ونه کړو دايمي به له دې ستونزو سره مخ یو. د امارت نه مې دا غوښتنه ده چې خلکو ته د تعليم زمينه برابره کړي.»

د ميده خان مشر زوی سږ کال له دوولسم ټولګي په لومړی درجه فارغ شوی، ورپسې دوه نور زامن يې دوولسم ټولګي ته په لومړۍ درجه بريالي شوي او کشران دوه زامن يې يوولسم او نهم ټولګيو ته په لومړی درجه بريالي شوي دي.

د هغه مشر زوی شفيق‌الله هڅاند پژواک ته وويل، نه يواځې چې له دوولسم ټولګي لومړی درجه فارغ شوی، بلکې له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې لومړی درجه پاتې شوی دی.

نوموړي وويل، د دې ټولو برياليتوبونو تر شاه يې د کورنۍ په ځانګړي ډول د معيوب پلار لاس دی چې په هر ډول سختو حالاتو کې ورسره څنګ په څنګ پاتې شوی دی.

شفيق‌الله وايي، د خوښې رشته يې د طب پوهنځی دی څو د هغې له لارې خلکو ته خدمت وکړي، خو زياتوي، که له درسه پاتې کېږي يوازېنی لامل به يې اقتصادي ستونزې وي.

شفيق‌الله زیاتوي: «موږ ته خپله هم د تعليم ارزښت معلوم دی او د کورنۍ ډېر زيات هڅول دي. موږ بايد د علم له لارې خپل کلی، ملت او هېواد جوړ کړو.»

د ميده خان بل زوی سعيدالله چې دوولسم ټولګي ته په لومړی درجه بريالی شوی، وايي چې په بد اقتصادي وضيعت کې تر دې ځايه زده‌کړې را رسولي دي.

هغه د بېلګې به توګه وویل چې ځيني وخت له يوې کتابچې دوو وروڼو هم استفاده کړې ده.

هغه وويل، د دغو ټولو ستونزو سره سره بيا هم پلار نه دي پرې‌اېښي چې يوه ورځ دې هم ښوونځی قضا کړي.

بلخوا د ميده خان نږدې خپلوان او کليوال هم د هغه پنځو زامنو حيران کړي چې څنګه په يو وخت ټول په خپل ښوونځي کې لومړي مقامونه اخيستي دي.

د هغوی يوه کليوال قاري فتح‌الله فاتح پژواک اژانس ته وويل، ميده خان او پنځه زامن يې په ټولنيز ژوند کې هم ډېر مخکښ دي؛ له خلکو سره د ښه سلوک ترڅنګ د هغوی په غم او ښادۍ کې فعاله برخه اخلي.

هغه وايي: «دوی تېر کال هم په خپلو ټولګيو کې اول نمره وو، سږ کال بيا هم اول اول مقام راغلل. په ټول کلي کې به داسې څوک نه وي چې له دغو پنځو وروڼو خفه وي، يعنې ټول کليوال له دوی ښه خاطره لري.»

د دغو پنځو وروڼو پلار ميده خان وايي چې د زامنو ترڅنګ دوې لوڼې هم لري چې دا مهال پر ديني زده‌کړو بوختې دي.

هغه وايي، دوی ته نږدې د نجونو ښوونځی نه شته خو که حکومت ورته ښوونځی جوړ کړي نو لومړی کس به دی وي چې خلپې لوڼې ښوونځي استوي.

Views: 194

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.