ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د تنفسي ناروغیو وقایې لپاره د ماسک کارولو ترڅنګ د اوبو او مالګې محلول غرغره کړئ

24 Dec 2023 - 17:24
24 Dec 2023 - 17:24

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۲:( ډاکټران وايي، د هوا په سړېدو سره د تنفسي ناروغیو خپرېدو کچه لوړېږي چې په ځینو مواردو کې په ناروغ کې د سینوزیت رامنځته کېدو لامل هم ګرځي او په دې ناروغۍ اخته کس باید د ماسک کارولو ترڅنګ، ځان ګرم وساتي او ګرم مایعات وڅښي. ‎

سینوزیت (د پزې او سینوسونو میکروبي کېدو) ناروغي ډېر ډولونه لري چې په ټوله کې له زکام او حساسیته پیلېږي او د بویايي او ذایقې حس کمزوري کېدل، ټوخی، د ستوني درد، نفس تنګي، د سر درد او تبه د دې ناروغۍ نښې دي.

ډاکتران سپارښتنه کوي چې په تنفسي او سینوزیت ناروغیو اخته کسان باید د ماسک کارولو ترڅنګ، له ګرمو مایعاتو ډېره استفاده وکړي او ځان ګرم وساتي.

 په «یُسرا میډیکل کمپلېکس» خصوصي روغتون کې د غوږونو، ستوني او پزې کلینیکل پروفیسور ډاکټر رحمت‌شاه بابک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کال په دې موسم کې معمولاً د هوا په سړېدو د تنفسي ناروغیو او زکام خپرېدو کچه لوړیږي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، هره ورځ څه باندې دوولس پر سینوزیت اخته ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي.

هغه وویل: «سینوزیت د سینوسونو د میکروبي کېدو په مانا دی چې له ویروسونو او انتانونو پیدا کېږي او په مزمن حالت کې کېدای شي د فنګس، باکتریا او یا ویروسونو په بڼه رامنځته شي.»

هغه زیاته کړه چې سینوزیت (د پزې د مجرا میکروبي کېدل) د زکام او رېزش ویروس له امله رامنځته کېږي ‎چې انفلونزا او ګریپ هم ورته وايي او کله چې د بدن مقاومت کم شي د مکروبي کېدو لامل ګرځي.

د هغه په خبره، د سترګو پړسوب، شدیده تبه، د ځان درد، کسالت، زړه بدوالی او کانګې د سینوزیتونو نښې دي.

هغه سپارښتنه وکړه چې پر دې ناروغۍ اخته کسان باید لومړۍ څلور ورځې تر جدي مراقبت لاندې وي، ناروغ باید د ځان ګرم ساتلو ترڅنګ ګرم مایعات وڅښي او د درد او میکروب ضد درمل هم ورکړل شي.

هغه له روغو کسانو وغوښتل چې له کوره د وتلو پر مهال خامخا ماسک وکاروي او د شپې له خوا له ویده کېدو مخکې د اوبو او مالګې محلول غرغره کړي.

بلخوا، ناروغان هم د هوا له ککړتیا شکایت کوي.

د کابل ښار د قلعه‌چې اوسېدنکی نورجهان چې له درېیو اونیو راهیسې د سینوزیت پر ناروغي اخته دی او د درملنې لپاره «یُسرا میډیکل کمپلېکس» خصوصي روغتون ته راغلی، وايي، په دې موده کې څو نورو ډاکټرانو ته هم ورغلی خو تر اوسه نه دی روغ شوی.

هغه زیاته کړه: «تبه، ځان دردي او د سر درد راته پیدا دي او هرڅومره دوا مې چې واخیسته، ښه نه شوم، اوس دلته راغلم، ډاکټر راته وویل چې سینوزیت یې، درمل یې راکړل، ګورم چې څه کېږي.»

هغه د کال په دې موسم کې د هوا سړېدو او ککړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د خپلې ناروغۍ اصلي لامل یې سړه هوا وبلله.

دغه راز یو ناروغ ‎عرفان چې ‎پر زکام اخته دی او دغه روغتون ته راغلی، وايي: «رېزش شوم، غوږونه او ستونی مې سخت درد کوي، ورور مې ډاکټر ته راوستم، اوس یې درمل او سیروم راکړل، ګورم چې څه کېږي.»

هغه هم د خپلې ناروغۍ لامل د هوا سړېدل او ککړتیا بولي.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version