Pajhwok Afghan News

ستانکزی: د نجونو زده‌کړو بېرته پیلېدو لپاره هڅې روانې دي

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له یوه ایراني پلاوي سره په ليدنه کې ویلي، تعلیم د نجونو حق دی او پر مخ یې د زده‌کړو دروازو پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د ایران د مطرحو رسنیو له استازو، خبریالانو او د رسنیو متخصصینو له پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې ستانکزي د افغانستان او ایران اړیکې له دین، فرهنګ، کلتور او عنعناتو له کبله نه شلېدونکې او اړینې وبللې.

ستانکزي ویلي، افغانستان او ایران دوه هغه هېوادونه دي چې په نړۍواله کچه له بنديزونو سره مخ دي او نه شي کولی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په ازادانه توګه سوداګري وکړي؛ نو پر همدې اساس دواړه هېوادونه کولی شي په خپل منځ کې سوادګري او ترانزیټ ته وده ورکړي او هم له یو بل سره ښې او صادقانه اړیکې ولري.

هغه همدا راز ویلي، اسلامي امارت د ګاونډېو په ګډون د سېمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي، اوس افغانستان د پیاوړي مرکزي حکومت په درلودلو سره بشپړ امن دی، فساد له منځه تللی، د کوکنارو کښت او قاچاق مخنیوی شوی او په نشه‌یي توکو روږدي کسان درملنه شوي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

ستانکزي زیاته کړې: «د نجونو تعلیم د هغوی شرعي حق دی او په دې برخه کې زمونږ هڅې دوام لري؛ تر څو د مناسب چاپیریال په رامنځته کولو سره ژر تر ژره دغه دروازې پرانیزو.»

ستانکزي زیاته کړې، د دواړو هېوادونو رسنۍ په ګډ تفاهم کولی شي، چې حقایق درک کړي او د افغانستان رېښتنی انځور د خپلو خلکو په ګډون دنړۍ خلکو ته وړاندې کړي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې یاد پلاوي ژمنه وکړه، څو د افغانستان موجوده حقایق به د رسنیو له لارې له خپلو خلکو او نړیوالو سره شریکوي.

Views: 135

Exit mobile version