ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خاص اروزګان ولسوالۍ خلک مرکز ترینکوټ ته د غځېدلي سړک رغولو غوښتنه کوي

د خاص اروزګان ولسوالۍ خلک مرکز ترینکوټ ته د غځېدلي سړک رغولو غوښتنه کوي

author avatar
14 Jan 2024 - 13:15
د خاص اروزګان ولسوالۍ خلک مرکز ترینکوټ ته د غځېدلي سړک رغولو غوښتنه کوي
author avatar
14 Jan 2024 - 13:15

ترینکوټ (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې حکومت دې له دې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلی سړک په اساسي ډول ورغولي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ  یو شمېر اوسېدونکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو دغه غوښتنه د مرغومي په ۲۳مه د یاد ولایت له والي سره په ناسته کې کړې ده.

یوه دیني عالم محمدولي وویل، د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي له لسیزو راهیسې له هر ډول پرمختګه بې‌برخي پاتې شوي او د ولسوالي لویه لار یې دومره خرابه ده چې د ژمي په موسم کې د اورښتونو پر مهال پرې تګ راتګ ډېر ستونزمن وي.

هغه زیاتوي: «کله چې د ژمي موسم کې بارانونه او واورې وشي، نو پر لارې شته ماندونه او شېلې له اوبو ډکېږي.»

دغه راز د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی او قومي مشر حاجي فضل‌الرحیم وايي، د نورو ستونزو ترڅنګ د دې ولسوالۍ خلک له مخابراتي خدمتونو هم بې‌برخې دي.

هغه وویل: «د ولسوالۍ په مرکز کې یوازې د ګوتو په شمېر مخابراتي ستنې لګېدلې، د ټولو خلکو ستونزه نه شي حلولی، د ولسوالۍ اراضي پراخه او نفوس ډېر دی، په همدې اساس دې خاص اروزګان ته ډېره پاملرنه وشي.»

ورته مهال، د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد زیاتوي، څه موده مخکې یې یادې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې له نږدې واورېدې او هڅه کوي رسېدنه ورته وکړي.

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ د لارې اساسي رغونې په ګډون یې خلکو ته د پاکو اوبو رسولو، د نوو ښوونځيو جوړېدو او مخابراتي اسانتیاوو رامنځته کولو برخو کې ستونزې له مرکزي حکومت سره شریکې کړې دي.

دا ولسوالي د مرکز ترینکوټ شمال‌ختیځ لور ته په شاوخوا ۹۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې د اوسېدونکو په خبره یې، کلونه کېږي له ډېرو لومړنیو خدماتو بې‌برخې دي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.