کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی وايي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه روسيه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.
دغه څرګندونې پرون (دوشنبې) ناوخته ټاس خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلې دي.
کابلوف زیاته کړې چې د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کولو لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت سره تعامل، له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره مبارزه به د دې غوندې اجنډا وي.
هغه څرګنده کړې: «دغه ناسته د چمتو کېدو په حال کې ده، دغه غونډه به کېږي چې نېټه او ځای به یې وروسته اعلان شي.»
کابلوف دغه راز ویلي: «هیلهمندي شته چې دغه غونډه ښايي د جنوري میاشتې له پای ته رسېدو مخکې وشي.»
هغه ټینګار کړی چې د ایران او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې به د دې ناستې لپاره پر چمتووالي هیڅ اغېز ونه کړي.
کابلوف په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «نه، داسې اندېښنې نشته.»
دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي په ۲۷مه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرې رافایلا یودیچه هم د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراجالدین حقاني سره لیدنه کې د افغانستان په تړاو په دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړې وې.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن