قلعهنو (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): بادغیس کې یو شمېر ناروغلرونکي په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کموالي شکایت کوي او وايي، داسې بسترونه هم شته چې ان تر څلورو ناروغان په کې بستري دي.
د ای بيبي په نوم یوه مېرمن چې د بادغیس له جوند ولسوالۍ د خپل ناروغ ماشوم درملنې لپاره ولایتي روغتون ته راغلې وايي، د درملنې په دغه مرکز کې ناروغانو ته د بستر مناسب ځای نشته او په یوه کټ کې درې تر څلورو ناروغان بستري دي.
هغه له اړوندو بنسټونو غواړي چې په دغه روغتون کې د شته ستونزو هواري برخه کې عملي اقدام وکړي.
بله ناروغلرونکې کلي چې د یاد ولایت له مقر ولسوالۍ یې خپل ماشوم د درملنې لپاره راوړی، هم ورته شکایت لري.
د هغې په خبره، ډېری وخت په یوه کټ کې څلور ناروغان بستری وي چې دغه کار د ناروغیو د لېږد لامل هم کېږي.
هغې وویل: «له دولته غوښتنه لرو چې ستونزې حل کړي او روغتون لوی کړي.»
په همدې حال کې، د بادغیس عامې روغتیا رییس خانمحمد همت وايي چې د شته ستونزو د حل لپاره په پام کې لري څو د ولایتي روغتونو بسترونو شمېر ۲۵۰ ته لوړ کړي.
هغه وویل، د قلعهنو ولایتي روغتون د ارتقا طرحه یې جوړه کړې او وزارت ته یې سپارلې ده.
هغه وايي: «موږ د قلعهنو ولایتي روغتون د ارتقا پلان جوړ کړی او عامې روغتیا وزارت ته مو استولی، انشاالله چې ژر به د قلعهنو ولایتي روغتون ارتقا وکړي او دغه راز په پام کې لرو چې د ماشومانو برخه هم جلا کړو.»
د باغیس ولایتي روغتون د نرسنګ برخې مدیر مصطفی صدیقي هم پژواک ته وویل: «تېره یوه میاشت کې په دغه روغتون کې ۲۹۷۲ ماشومان بستر شوي چې شاوخوا ۸۵ تر ۹۰ سلنه یې سینهوبغل وو او له بده مرغه ۹ ماشومان مړه شوي دي.»
هغه د شمېرو له وړاندې کولو پرته وویل چې له دې مخکې د ناروغانو او مړینو شمېر دومره نه و.
سینهوبغل یا نمونیا یوه وژونکې ناروغي ده چې ډېری مهال ماشومان پرې اخته کېږي او په ژمي کې ډېره وي.
Views: 111
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن