Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې ځیني ناروغ‌لرونکي ولایتي روغتون کې د بسترونو له کموالي شکایت کوي

قلعه‌نو (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): بادغیس کې یو شمېر ناروغ‌لرونکي په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کموالي شکایت کوي او وايي، داسې بسترونه هم شته چې ان تر څلورو ناروغان په کې بستري دي.

د ای بي‌بي په نوم یوه مېرمن چې د بادغیس له جوند ولسوالۍ د خپل ناروغ ماشوم درملنې لپاره ولایتي روغتون ته راغلې وايي، د درملنې په دغه مرکز کې ناروغانو ته د بستر مناسب ځای نشته او په یوه کټ کې درې تر څلورو ناروغان بستري دي.

هغه له اړوندو بنسټونو غواړي چې په دغه روغتون کې د شته ستونزو هواري برخه کې عملي اقدام وکړي.

بله ناروغ‌لرونکې کلي چې د یاد ولایت له مقر ولسوالۍ یې خپل ماشوم د درملنې لپاره راوړی، هم ورته شکایت لري.

د هغې په خبره، ډېری وخت په یوه کټ کې څلور ناروغان بستری وي چې دغه کار د ناروغیو د لېږد لامل هم کېږي.

هغې وویل: «له دولته غوښتنه لرو چې ستونزې حل کړي او روغتون لوی کړي.»

په همدې حال کې، د بادغیس عامې روغتیا رییس خان‌محمد همت وايي چې د شته ستونزو د حل لپاره په پام کې لري څو د ولایتي روغتونو بسترونو شمېر ۲۵۰ ته لوړ کړي.

هغه وویل، د قلعه‌نو ولایتي روغتون د ارتقا طرحه یې جوړه کړې او وزارت ته یې سپارلې ده.

هغه وايي: «موږ د قلعه‌نو ولایتي روغتون د ارتقا پلان جوړ کړی او عامې روغتیا وزارت ته مو استولی، ان‌شاالله چې ژر به د قلعه‌نو ولایتي روغتون ارتقا وکړي او دغه راز په پام کې لرو چې د ماشومانو برخه هم جلا کړو.»

د باغیس ولایتي روغتون د نرسنګ برخې مدیر مصطفی صدیقي هم پژواک ته وویل: «تېره یوه میاشت کې په دغه روغتون کې ۲۹۷۲ ماشومان بستر شوي چې شاوخوا ۸۵ تر ۹۰ سلنه یې سینه‌وبغل وو او له بده مرغه ۹ ماشومان مړه شوي دي.»

هغه د شمېرو له وړاندې کولو پرته وویل چې له دې مخکې د ناروغانو او مړینو شمېر دومره نه و.

سینه‌وبغل یا نمونیا یوه وژونکې ناروغي ده چې ډېری مهال ماشومان پرې اخته کېږي او په ژمي کې ډېره وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.