کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): د چین «شانډونګشینزو» شرکتونو ګروپ استازي د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست سره په لیدنه کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او هر کال د ۵۰۰ زره ټنو تېلو د استخراج او پروسس برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د چین «شانډونګشینزو» د شرکتونو ګروپ له استازي رابرټ منګ سره وکتل.
سرچینې لیکلي چې په دغه لیدنه کې منګ کابل کې د لږ تر لږه ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د سمنټو فابریکې، د شیشې جوړولو، د سړکونو جوړلو، او هر کال د پنځه سوه زره ټنو تېلو د استخراج او پروسس برخو کې له خپل چمتووالي خبر ورکړ.
خبرپاڼه کې راغلي چې نورالدین عزیزي په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو پر شتون ټينګار سربیره، افغانستان ته د دغو شرکتونو ګروپ د پلان هرکلى وکړ.
عزیزي ویلي، اوس په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره شوې او بېلابېل شرکتونه کولاى شي له دې فرصته ګټه واخلي.
Views: 18