جلالاباد (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست وايي چې په دغه ولایت کې یې د خصوصي سکټور په ۱،۷ میلیون ډالرو د چرګانو د روزنې او تولید لوی فارم جوړ کړی دی.
مسوولين وايي، د چرګانو روزنې دغه کمپلېکس به پر يو وخت د ۳۰ زره چرګانو پالنې وړتيا ولري او هره مياشت به تر ۶۰۰ زره پورې چرګان بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي. د دغه فارم د پرانیستې پر مهال د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلامالرحمن کظيم وويل چې له دغه فارم سره به د هګيو او چرګانو برخه کې کورني توليدات ډېر شي.
هغه زياته کړه چې پر ياد شرکت د يوه پانګهوال له خوا ۱،۷ میلیون ډالر لګښت راغلی او پر يو وخت په کې ۳۰ زره نسلي چرګان ساتل کېدای شي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظیم عثماني وويل چې هېواد ورځ تر بلې د هګيو او چرګانو برخه کې د ځان بسياينې پر لور روان دی.
د هغه په وينا، اوس مهال په هېواد کې د چرګانو روزنې تر لس زره ډېر لوی او کوچني فارمونه شته چې هره ورځ په ډېر شمېر چرګان او هګۍ تولیدوي.
همدارنګه د حبیب حسام په نوم د یاد کمپلېکس مشر عزیزالله حسام وويل، دوی په دغه فارم کې نږدې ۴۵۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
هغه غوښتنه وکړه چې له بهره د چرګانو او چرګ غوښې پر وارداتو بايد ګمرکي محصول لوړ شي څو په دې برخه کې کورني تولیدات وده وکړي.
د يادولو ده، اوس مهال په ننګرهار کې شاوخوا زر د چرګانو روزنې واړه فارمونه دي چې هره ورځ زرګونه چرګان بازار ته وړاندې کوي.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن