ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي

غزني کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یوه کس ځان‌وژنه کړې او یو بل کس په اب‌بند ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې وژل شوی دی.

د غزني امنیې قوماندانې ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په براهو کلي کې ۵۰ کلن ګلبدین د خپلو دوستانو په کور کې د ټوپک په ډز ځان وژلی دی.

هغه زیاته کړه چې د پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی خو د کور مالک عبدالله نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.

دغه راز سرحدي وویل چې د اب‌بند ولسوالۍ په ککرې سيمه کې د دوو کورنیو ترمنځ فزيکي شخړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د پاينده خان په نوم یو کس د نقیب‌الله نومي له لوري په ډزو وژل شوی دی.

هغه زیاتوي چې قاتل له سیمې تښتېدلی خو د نیولو هڅې يې روانې دي.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.