Pajhwok Afghan News

تورخم کې پاکستان ته د ۳۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د ۳۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونيول شوه.

چارواکي وايي، د ډالرو قاچاق کوونکی هم امنيتي ځواکونو نيولی دی.

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند د تورخم ښارګوټي کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي چې د کشف امریت مسوولينو له لوري نن پنجشنبه یو تن د ډالرو د قاچاق په تړاو نيول شوی دی.

هغه زياته کړه، نيول شوي کس غوښتل چې ۳۰ زره ډالر پاکستان ته قاچاق کړي چې ونيول شو.

کمیسار وویل چې دغه کس پر خپل جرم اعتراف کړی او د نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم په تورخم کې پاکستان د قیمتي ډبرو او لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

Views: 69

Exit mobile version