کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): د خوړو او درملو ملي ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر وایي، سږ کال د هېواد په کچه د خوراکي توکو د کيفيت کنټرولولو اووه معياري لابراتوارونه جوړ شوي چې له دې ډلې څخه يو يې په کندهار ولايت کې عملاً پرانيستل شوی او ۶ نور به يې ډېر ژر پرانیستل شي.
دې ادارې د کب په ۱۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ستراتېژیک پلان د وروستي کولو په موخه نن د دې ادارې د مشرتابه، د اړوندو ادارو او نړۍوالو موسسو د استازو په شتون کې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
سرچینې زیاته کړې، د یادې ادارې ریيس ډاکټر عبدالباري عمر وویل چې په ټول توان سره هېواد ته د بېکیفیته درملو او خوراکي توکو د واردېدو د مخنیوي هڅې کوي.
نوموړي ویلي چې سږ کال د هېواد په کچه د خوراکي توکو د کيفيت کنټرولولو ۷ معياري لابراتوارونه جوړ شوي چې له دې جملې څخه يو يې په کندهار ولايت کې عملاً پرانيستل شوی او ۶ نور به يې ډېر ژر پرانیستل شي.
د هغه په وینا، د خوړو او درملو ملي ادارې په تېر يوه کال کې ۵ زره ۹۲۱ قلمه تاريخ تېر او بېکيفيته درمل را ټول کړي او ۸۱۰ ټنه تاريخ تېر او کم کيفيته درمل او خوراکي توکي يې هدر کړي او همدارنګه يې په ياده موده کې ۳۳ ټنه درمل بېرته اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.
د نوموړې ادارې مسوولینو د خپل ۵ کلن ستراتېژیک پلان د تشریح کولو پر مهال وویل چې په دغه پلان کې د اداري جوړښت پراختیا، د مارکېټ کنټرول، کورنیو تولیداتو، بشري سرچینو، عامه پوهاوي او د زېربناوو او ټکنالوجۍ تقویې او بډاینې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
دوی همدارنګه وویل، د دغه پلان په عملي کېدو سره به یې په کارونو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.
دې ادارې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د بېکیفیته درملو او خوراکي توکو د کنټرول او مخنیوي په موخه د یادې ادارې په جوړښت کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی او اداري پرسونل یې له ۳۰۰ څخه کابو ۱۳۰۰ ته لوړ شوي دي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن