ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کلیفورنیا پوهنتون یوه افغان استاد د افغانستان لپاره اقتصادي طرحه جوړه کړې

د کلیفورنیا پوهنتون یوه افغان استاد د افغانستان لپاره اقتصادي طرحه جوړه کړې

author avatar
10 Mar 2024 - 18:51
د کلیفورنیا پوهنتون یوه افغان استاد د افغانستان لپاره اقتصادي طرحه جوړه کړې
author avatar
10 Mar 2024 - 18:51

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د کلیفورنیا پوهنتون یو افغان استاد په افغانستان کې روانې اقتصادي هڅې ستایي، خو وایي، په اوسني حالت کې – چې هېواد له انفلاسیون څخه ډیفلاسیون ته تللی- اړینه ده د اقتصادي پرمختګ لپاره د منظم پلان له مخې «بېل اوټ» وشي.

کلیفورنیا پوهنتون کې یوه افغان استاد محمدعلم احمدزي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، بېل اوټ د دولت مالي همکارۍ او هغه حالت ته وايي چې دولت پیسې چاپ کړي، شرکتونو، توليدکوونکو، بانکونو او ادارو ته یې ورکړي څو کار وکړي او په ټوله کې د هېواد اقتصادي پرمختګ لامل شي.

احمدزی وایي چې په افغانستان کې د تېر حکومت پر مهال پر ازاد بازار زور اچول کېده، خو دی ورسره موافق ځکه نه و چې ازاد بازار ته تګ يو عبوري پړاو غواړي او په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره مناسب نه دی.

هغه زیاتوي چې که د امريکا د اقتصاد تاريخ ته هم وکتل شي، دغه هېواد ورو ورو ازاد بازار ته تللی دی.

احمدزی وایي چې په افغانستان کې دا مهال مختلط اقتصادي نظام روان دی؛ ځکه چې حکومت هم په بازار کې مداخله لري.

دی زیاتوي: «اوس وخت کې چې تاسې اقتصادي وده ګورئ … له داخلي عوايدو اقتصاد څرخېږي، که څه هم ستونزې شته خو په هر حال د قدر وړ دي، دا کارونه چې کوم کېږي، ښه خبر دا ده چې امانت‌داري او صداقت زيات دی، نو پیسې په ښه توګه راټولېږي او مصرفېږي، په تېر دور کې هم دغه عوايد و خو فساد و؛ ځکه موږ ونه شو کولی چې په پوره بڼه باندې پیسې راټولې کړو. د افغانستان په بيا ابادۍ او رغونه باندې يې ولګوو، دا اوسنی حالت چې دی، د اينده لپاره ښه نه دی، دې ته موږ اقتصادي کنټرکشن (اختصار او لنډون) وايو؛ ځکه اقتصاد باندې فشار زيات دی او له دې سره اقتصاد وړوکی کېږي، په داسې حال کې چې موږ اړتيا لرو زموږ اقتصاد لوی شي، داخلي توليدات پراخ شي او يو لرليد پلان ولرو، په دې اقتصاد خودبسیاينې ته نه رسېږو، هغه څوک چې پاليسي جوړوونکي دي، زما هيله ده هڅه وکړي چې له دې حالته ووځي او ښه حالت ته لاړ شو چې د افغانستان اینده هم جوړه شي او اسلامي امارت چې د اقتصاد په اړه کوم لرليد لري، هغه ته هم ورسېږي.»

دی وایي چې افغانستان باید په اوسني حالت کې مختلط بازار ولري؛ ځکه چې خصوصي سکټور پیاوړی نه دی.

هغه زیاتوي: «موږ نه شو کولی په افغانستان کې د امريکا او اروپا پلانونه وکاروو، افغانستان يو بېل هېواد دی، اوس په همدې اساس موږ ته په کار ده چې [په بازار کې] د حکومت مداخله څه ناڅه موجوده وي؛ ځکه له حکومته پرته نه شو کولی اقتصادي څرخ پر مخ بوځو، دا اوس چې اقدامات وشول؛ لکه دولتي تصدۍ چې بېرته وجود ته راغلې، د هغو لپاره بودجه تعیين شوه، دا يو ښه اقدام دی، اما اوږدمهال بايد نه وي، دا خبره بېرته راځي چې مختلط بازار نه ازاد بازار ته تګ وخت غواړي.»

احمدزی په تېر حکومت کې د اقتصادي نظام په اړه وایي: «اول بايد موږ دا مختلط حالت پرېیښی وای، بيا موږ قوانين ورو ورو جوړ کړي وای، اوس بايد موږ ازاد بازار ته تللي وای، هغه وخت کې چې کوم تصميم ونيول شو، پايله يې ښه نه وه، بل فساد ډېر کار خراب کړ او فساد هلته پيدا کېي چې قوانين نه وي، له ازاد بازاره چور بازار جوړ و، د تېلو او ګازو مافياوې پيدا شوې، دا وجه وه چې هغه وخت قوانين نه وو، لکه ډېر شهرکونه جوړ شول، پیسې يې ورکې شوې، په نورو هېوادونو کې چې شهرک جوړيږي، پیسې د دولتي اکونټ (حساب) ته ځي، بيا لږ لږ ورکول کېږي، خو پّ افغانستان کې دا قانون معلوم نه و، مافيا وه او فساد و، ښه اراده هم نه وه؛ ځکه افغانستان داسې غريب او بېچاره پاتې شو.»

هغه وایي چې د افغانستان اقتصادي نظام ته یې طرحه جوړه کړې ده.

احمدزی په دې اړه وایي: «داسې ده چې افغانستان لکه ما مخکې درته وويل يو کنټرکشن حالت کې دی؛ يعنې فشار حالت کې دی، دغه بايد ډېر وخت دوام ونه کړي، بايد له دغه حالته ووځو، دوه‌نيم کاله موږ په پولي سياست کار وکړ او لاسته‌راوړنې يې هم درلودې چې زه ورته مبارکي وايم، خو اوس بايد مخکې لاړ شو، د بېل اوټ په نوم يوه اصطلاح ده، دا په کار واچوو، دا په داسې حال کې چې ټول توليدي او ټول دولتي او ټول خصوصي سکټور ټولې ادارې تر فشار لاندې دي، پیسې نه لري، پیسو ته لاسرسی نشته، د توليد لپاره اساسي شيان سرمايه، ځمکه، کاروبار، مزدورکار، په اوس وخت کې دا ټول تر فشار لاندې دي، بېخي ځيني شتون هم نه لري، مثلاُ بانکونو ته ځې قرض نه درکوي، ادارو ته ځې قرض نه درکوي، ښه نو په دغه حالت کې چې کله سرمايه نه وي او خلک سپما نه لري، خلک دومره پیسې پيدا کوي چې يوازې ډوډۍ پرې وخوري، په دغه حالت کې هيڅ وخت هېواد مخې ته نه ځي، دا بهترين حالت دی چې موږ له انفلاسيونه ډيفلايسون طرف ته وتلي يو، انفلاسيون دومره راښکته شوی، دغه حالت کې حکومت ته په کار ده چې [بېل اوټ وکړي]؛ پیسې چاپ کړي، شرکتونو، توليدکوونکو، بانکونو او ادارو ته یې ورکړي چې دوی خپله کار وکړي.»

ده وویل چې «بېل اوټ» يوه انګليسي اصطلاح ده او معنا یې په پښتو کې «بېل ضمانت» ته وايي او دا پیسې هم ضمانت دي، لکه په بانکوټ ليکلي وي چې د غوښتنې په وخت کې به دومره افغانۍ ورکړي او «اوټ» دغه پیسې خلکو ته ورکول دي.

د هغه په خبره، بېل اوټ د همدې لپاره وي چې کله اقتصاد تر فشار لاندې وي، خصوصي سکټور سره پیسې نه وي او اقتصادي څرخ ډېر ورو روان وي، نو په دغه وخت کې حکومت ته په کار ده چې پيسې چاپ کړي او د یوه پلان له مخې يې بېل اوټ کړي.

د ده په وینا، اوس په زرګونو ځوانان ځکه له هېواده وځي چې دلته کار نشته او دا ستونزه هغه وخت حل کېږي چې خصوصي سکټور پیاوړی شي.

احمدزی په دې اړه چې که حکومت نوې پیسې چاپ کړي، انفلاسيون به رامنځته ته نه شي، وایي: «هو اوس موږ له انفلاسيون څخه د ډيفلاسيون حالت ته روان يو او موږ تقريباُ ۱۵ فيصده چانس لرو، د راپورونو له مخې زموږ د خپل اقتصاد کلني توليدات ۱۵ ميليارده دي، د کلنۍ دومره پيسو ۱۵ فیصده چې موږ چاپ کړو او بازار ته يې وړاندې کړو، هيڅ بد اغيز نه کوي، کېدای شي انفلاسيون ۵ فیصده پورته شي، خو ۱۰ فیصده به له پخواني حالته ښه وي، له دې سره حکومت بايد يوه بله برنامه هم ولري چې دغه پیسې بېرته چلښت پيدا کړي، لکه امريکا کې چې يو ډالر له بانکه وځي، سل وارې اوړي بيا بېرته مرکزي بانک ته ځي، افغانستان کې متاسفانه دا پنځه او يا اته وارې اوړي او خلک هم له همدې امله غريب پاتې دي، ما هغه وخت کې هم [پخواني ولسمشر] اشرف غني ته طرحه ورکړې وه چې له امله يې موږ کولای شو په مياشت کې ۵ میليارده پیسې له بازاره راټولې کړو، او بېرته يې د بيارغونې پر پروژو ولګوو، نو په همدې اساس بېل اوټ وکړو چې داسې پیسې خلکو او شرکتونو ته لاړې شي.»

ده وویل چې بېل اوټ عامو خلکو ته هم ډېره ګټه لري؛ ځکه همدا خلک کمپنيو ته ورځي، هلته کار کوي او پیسې ترلاسه کوي.

احمدزی وایي چې حکومت باید له خصوصي سکټور سره په مشوره او د تخنیکي کسانو په همکارۍ د بېل اوټ لپاره يو منظم پلان جوړ کړي او په دې برخه کې پر قوانينو کار وکړي.

هغه وویل چې اوس د اسلامي امارت یوه اندازې پیسې خوارو غريبو خلکو ته ځي، په زرګونو خلک ورسره ثبت دي، نغدې روپۍ ورکوي او له بېل اوټ سره د اقتصادي کارونو د پرمختګ ترڅنګ د حکومت عواید هم ډېریږي.

دی وایي چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې د کرونا له امله د امریکا اقتصاد ډېر خراب شو، خو د هغه مهال ولسمشر یې بېل اوټ وکړ، بيا يې اوسني ولسمشر بېل اوټ وکړ او پايله يې دا شوه چې اقتصاد يې پر پښو ودرېد.

احمدزي په دې اړه چې د بېل اوټ طرحه یې له اوسني افغان حکومت سره شریکه کړې که نه؟ وویل: «نه ما دغه طرحه نه ده ورکړې او هيله لرم چې ستاسې له لارې دوی ته ورسېږي.»

هغه زیاتوي چې حکومت باید دې طرحې ته پاملرنه وکړي، له مسلکي کسانو سره یې په اړه خبرې وکړي او عملي یې کړي.

د ده په اند له دې سره به ډېر ژر په افغانستان کې ښه اقتصادي حالت راشي، خو که په راتلونکو دوو کلونو کې داسې ونه شي، کېدای شي افغانستان بيا انفلاسيون ته ولاړ شي.

Visits: 680

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.