ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره ټېلېفوني خبرې وکړې

17 Mar 2024 - 03:07
17 Mar 2024 - 03:07

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا د کب په ۲۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، په دې خبرو کې دواړو لوريو کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر پر وروستي سفر، شویو توافقاتو او د مسایلو د تعقیب په اړه خبر وکړې.

دغه وزارت زیاته کړې دواړه لوریو ډاډ ورکړ، چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې به د شویو توافقاتو پر پلې کولو کار کوي او د کارونو د تعقیب په موخه به د لوړې کچې اړیکو د ساتلو ترڅنګ، په راروانو څو ورځو کې د اړونده چارو د وزیرانو په کچه تعقیبي غونډه کېږي.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version