Pajhwok Afghan News

بلخ کې یوې زده‌کوونکې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

مزارشریف (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ښوونځي یوې زده‌کوونکې د غالۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۷۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د دې کارګاه مسووله وایي چې د دې کارګاه جوړولو موخه یې له ښځو ملاتړ او هغوی ته د غالۍ اوبدلو هنر د ورزده‌کولو سربېره کاري فرصت برابرول دي.

د یادې کارګاه مسووله ۱۶ کلنه صالحه غلامي وایي، د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه چې د ښوونځي دروازه یې پرمخ وتړل شوه او وروسته یې د خپل پلار په ملتیا د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د غالۍ اوبدلو کارګاه جوړه کړه.

هغه زیاتوي چې په دغه کارګاه کې یې ۷۰ ښځو ته د غالۍ اوبدلو زده‌کړې ترڅنګ هغوی ته کاري فرصتونه هم برابر کړي دي.

د هغې په وینا، د دغو ښځو له ډلې شاوخوا نیمایي یې د خپلو کورنیو د نفقې پیدا کولو مسوولیت لري.

غلامي دغه راز د غالیو د خرڅلاو بازار له کموالي شکایت کوي او وایي، که ملاتړ یې وشي سلګونو نورو ښځو ته به هم کاري فرصتونه برابر کړي.

په همدې حال د دې کارګاه یو شمېر غالۍ اوبدونکې د دغه ډول کارګاوو له جوړېدو خوښي څرګندوي.

تمنا حیدري د دې کارګاه یوه غالۍاوبدونکې چې تر یوولسم ټولګي یې زده‌کړې کړي، وایي چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

هغې زیاته کړه، دلته په کار کولو سره له کورنۍ سره د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته کوي او هم يې ځان له ستونزو ژغورلې دی.

شبنم قاسمي د دې کارګاه یوه بله کارکوونکې وایي چې له خپلې مور سره یوځای په دې کارګاه کې کار کوي او خوشاله ده چې کاري فرصت ورته برابر شوی دی.

بلخوا د افغانستان غالۍاوبدونکو او صادرکوونکو اتحادیې مسوولین غالۍ اوبدونکو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د افغانستان د غالۍاوبدونکو او صادرکوونکو اتحادیې مرستیال نوراحمد نوري وايي چې په وروستیو کې د افغانستان غالیو ته د بازار موندنې په موخه قزاقستان او ترکمنستان کې نندارتونونه جوړ شول او پایله کې یې د افغانستان تولید ډېرې غالۍ هم وپلورل شوې.

نوموړی غالۍ اوبدونکو ته د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکوي او وایي، هڅه کوي د نندارتونو په جوړولو سره هغوی ته د بازار موندنې فرصت برابر کړي.

د دې اتحادیې مسوولینو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیون کسان د غالۍ اوبدلو برخه کې پر کار بوخت دي.

Views: 22

Exit mobile version