پاراخ (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت د زردالو حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۶۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د پنجشېر د کرنی او مالدارۍ رییس فضلالله دیوبندي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال د زردالو له ۱۴۰ هکټاره باغونو دوه زره او ۵۶۷ ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، خو سږ کال دغه کچه ۱۰۹ ټنه ته راټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د شمېرو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د زردالو حاصلات د تېر کال په نسبت ۶۵ سلنه کموالی ښيي.
هغه سږ کال په پنجشېر کې د زردالو حاصلاتو کمېدو لامل په پسرلي کې پرلهپسې باراونونه او د ونو د ګل پر مهال د ږلۍ ورښت وباله.
هغه وویل چې په پنجشېر کې د زردالو ترلاسه شوي ډېری حاصلات کابل، پروان او کاپیسا ولایتونو ته صادریږي.
د پنجشېر د کرنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په ټول پنجشېر کې پر ۱۴۰ هکټاره ځمکه د زردالو باغونه جوړ شوي چې ډېری یې د ولایت په مرکز او رخه، دره او ابشار ولسوالیو کې دي.
په همدې حال کې، پنجشېر کې بڼوال هم د زردالو حاصلاتو کمېدو لامل پرلهپسې بارانونه او د ونو د ګل پر مهال د ږلۍ ورېدل بولي.
د رخې ولسوالۍ د پیاوشت کلي یوه بڼوال سعدالدین پژواک ته وویل: «د زردالو ګل ډېر نازک دی چې تېز باران وشي تویېږي، که لږه هوا سړه شي، یخ یې وهي، که د غوزې پر مهال یې ږلۍ ووهي، داغ کېږي او له پلوره پاتې کېږي.»
د رخې د قابضان کلي یوه بزګر محمدامین وویل: «که په څو محدودو ورځو کې چې زردالو پوره ګل شوي وي، دوامداره باران او ږلۍ ونه شي، ښه حاصل ترلاسه کوو؛ ځکه یو داسې مرض هم نشته چې مخنیوی یې ونهشي، باران او ږلۍ یو طبیعی شی دي، د دهقان په چانس پورې اړه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن